تاند- په ننګرهار ولایت کې نن د سپرلیو د یوه موټر په لار کې د ماین د چاودېدو په نتیجه کې لږترلږه ۱۱ تنه ژوبل شوي دي.
د ننګرهار ولایت د والي ویندوی عطا الله خوږیاڼي وویل، دا چاودنه نن /پنجشنبه/ تر غرمې مخکې (۱۱ بجې) د دغه ولایت په کوټ ولسوالي کې وشوه.
د خوږیاڼي وینا د پېښې ټول قربانیان ملکیان دي.
په کوټ ولسوالي کې د داعش ډله زیاته فعاله ده.
تراوسه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت په غاړه ه دی اخیستی. د افغانستان د دولت وسله والې ډلې عموماً د هغو پېښو مسوولیت په غاړه نه اخلي یا خوله پرې پټوي چې عام خلک پکې ووژل شي.
د سیمې یوه اوسېدونکي وویل چې پېښه په موټر کې د ګازو د ډبې یا سلینډر د چاودنې په نتیجه کې شوې خو څو نورو وویل چې چاودنه د ماین وه.
له نارامو سیمو کره او د باور وړ معلومات په اسانه نه شي ترلاسه کېدای.