ارشیف

تاند- په ننګرهار کې د تېلو په یوه ټانکر کې د چاودنې له کبله لږترلږه دوه تنه وژل شوي او په لسګونو دوکانونه سوځېدلي دي.

دا پېښه نن سهار وختي د تورخم – جلال اباد په لویه لاره کې هغه مهال وشوه چې په ټانکر پورې نښلول شوی مقناطیسي بم وچاودېده.

د ننګرهار د والي ویندوی عطا الله خوږیاڼی په پېښه کې د دوو تنو وژل کېدل تاییدوي.

ده همداراز وویل چې په چاودنه کې تر ۳۰ زیات دوکانونه سوځېدلي دي.

تراوسه کومې ترهګرې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

په ننګرهار کې داعش او طالبان دواړه فعال دي.

دا چاودنه داسې وخت وشوه چې په ننګرهار کې د دولت د وسله والو مخالفانو پر ضد د امنیتي ځواکونو عملیات روان دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *