تاند- په ننګرهار کې د تعمیراتي چارو درې ترک کارکوونکي نن په یوه ځانوژونکې برید کې ووژل شول.
د ننګرهار امنیه قومندان وویل چې دا درې ترکان هغه مهال ووژل شول چې ځانمرګي د پولیسو ودانۍ ته نژدې ځان والوزاوه.
د ننګرهار امنیه قومندان فضل احمد شېرزاد وویل:«ترک انجنیران په موټر کې ودانۍ ته ننوتل چې د ریکشا په وسیله ځانمرګی برید پرې وشو.»
په دې پېښه کې یو بل ترک له یوه افغان ماشوم سره ټپي شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *