تاند، سه شنبه، د عقرب ۲۱مه: دفاع وزارت وايي، د ننګرهار په اچین کې یې کمانډو ځواکونو ته یو داعشي له ۴۵ ښځو او ماشومانو سره یو ځای تسلیم شوی دی.
د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي تاند ته تایید کړه چې په دغو داعشیانو کې ۱۷ ښځې، ۲۸ ماشومان او ۱۵ پېغلې نجونې دي چې افغان ځواکونو ته یې ځانونه تسلیم کړي دي، خو معلومه نه ده چې دغه داعشیانې مېرمنې، نجونې او ماشومان په خپل منځ کې څه اړیکې سره لري؟
د ښاغلي احمدزي په خبره داعشیان په اچین ولسوالۍ کې د عملیاتو له کبله تر نظامي فشار لاندې دي او ریښې یې د ایستل کېدو په حال کې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د عقرب د میاشتې په لومړیو د بهرنیانو په شمول ۱۸ داعش جنګیالي افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي وو. په همدې حال کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویلي چې په افغانستان کې د داعش ډله د محوه کې په حال کې ده.