د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس عبدالحکیم شیرزاد وایي په دغه ولايت کې يې د تېر يو کال په اوږدو کې ۲۴۰۰ کسانو ته کاري جوازونه ورکړي څو د کار موندل ورته اسان شي او د دغو کسانو له ډلې ډېر يې اوس په کارونو بوخت دي.
نوموړی چې د نن د سلواغې په ۱۵مه یې د ولایت مقام د رسنیو په دفتر کې رسنیو ته د کنفرانس په ترڅ کې د تېر کال د کړنو په اړه معلومات ورکول،زیاته کړه،ننګرهار کې مو د کارموندنې په نوم يو مرکزجوړ کړی،چې دغه مرکز په سيمه کې د کار عريضې او تقاضا ته په پام سره خلکو ته کاري زمينې برابروي.
د کار او ټولنيزو چارو رييس وایي، د کار او ټولنيزو چارو وزارت يو نوی پروګرام هم پيل کړی چې له مخې به يې ۴۲۰ بې روزګاره کسانو ته د قرعه کشۍ له مخې ځانګړې پيسې ورکول کېږي.
هغه په دې اړه وايي ، دې قرعه کشۍ ته د ۳۰۰۰ کسانو اسناد جمعه شوي،چې ۸۴۰ کسان به ترې وټاکل شي او د قرعه کشۍ په بنا به ۴۲۰ کسانو هر يوه ته پنځه سوه ډالر ورکول کېږي.
د کار ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو ريیس عبدالحکيم شېرزاد وويل، چې د ظرفيتونو جوړول، د کاري فرصتونو پيدا کول او ټولنيز مصئونيت يې د ادارې مهمې موخې دي.
شېرزاد وويل، چې د تېر کال په اوږدو کې يې د دې ولايت شاوخوا درې زره او دوه سوه تنو، معلولينو، کونډو او نا بينا ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې حرفوي زده کړې ورکړي او اوس له همدغې لارې حلاله نفقه پيدا کوي.
شېرزاد زياته کړه، چې اوسمهال هم دوه زره اته سوه تنه په بېلابېلو حرفوي زده کړو بوخت دي، چې د دوی له فراغت وروسته به څلور اتيا تنو نورو ته په دغو برخو کې زده کړې ورکړل شي.
شېرزاد همدا راز وويل، چې ۲۶۰۰ يتيمو زده کونکو ته یې د زده کړې زمينه هم برابره کړېده او هغه يتيمان، چې د زده کړو پروګرام کې شامل ندي هغوی یې سپانسر کړي او په نورو تعليمي ادارو کې پر زده کړو بوخت دي.
هغه وایي يو زر او پنځه سوه تنه ماشومان په وړکتونونو کې زده کړې ورکول کيږي او دغه راز په تېر کال کې يې د ماشومانو شاوخوا يوسل او څلور اتيا بېلابېل کيسونه تر غور وروسته کړي دي.
د کار او ټولنیزو چارو رئیس په یاده اداره کې د هر ډول فساد شتون رد کړ او زیاته یې کړه، په دغه اداره کې یې د متقاعدو او شهیدانو وارثینو لپاره منظم ډیټابیس او بانکي سیستمونه جوړ کړي،چې ۱۲ زره د شهیدانو کورنیو ته تېر کال میاشتنۍ تنخواوې ورکړي دي او یو شمېر نورو ستونزو به هم ډېر ژر حل کړي .
د ننګرهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر