تاند- په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ نړیوال ځواکونه وايي چې ۳ سرتېري یې په ننګرهار کې د داعش یا اسلامي دولت د وسله والو سختدریځو له لوري په اېښودل شوي بم ټپیان شوي دي.

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت له لوري په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې تېره شپه (دوشنبه) ۱۵ کمې لس بجې د دوی یوه نقلیه وسیله پر ماین برابره شوه.

د غوځ ملاتړ ماموریت له خبرپاڼې سره سم، په دې پېښه کې ۳ امریکايي پوځیان برسېرن ټپي شوي او له پانسمان وروسته یې خپل کار بېرته پیل کړی دی.

داعش یا اسلامي دولت په ننګرهار کې له سخت ځپل کېدو سره سره فعال دی.

دې ډلې د کابل د سردار محمد داوود خان روغتون د وحشیانه برید مسوولیت هم په غاړه واخیست خو اروپايي اتحادیه او یو شمېر افغان استخباراتي چارواکي شک لري چې د سردار محمد داوود خان روغتون تروریستي حمله دې داعش کړې وي.

د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو عملیات یوازې تر داعش او القاعده پوري محدود کړل. امریکايي پوځیان لا هم د طالبانو پر ضد له استثنايی هوايي بریده پرته په مځکنیو عملیاتو کې برخه نه اخلي خو په ننګرهار کې د داعش او نورو سیمو کې د القاعده پرضد عملیات کوي.

امریکايی رسنۍ وايي چې نوی ولسمشر ډونالډ ترمپ به امریکايي پوځیانو ته اجازه ورکړي چې د طالبانو پر ضد هم عملیات وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *