چارواکي وایي د ننګرهار ولایت په بېلابېلو سیمو کې د غصب شوو ځمکو د بېرته ترلاسه کېدو په موخه یې ګړندۍ چارې پیل کړي او تر دا مهاله یې ۴۶ تنه د ځمکو د غصب په تور نیولي او شاوخوا دوه زره جریبه ځمکه یې د غاصبینو له منګولو بېرته ترلاسه کړې ده .

د دغه ولایت امنیه قوماندان پاسوال فضل احمد شیرزاد وایي دغه کمپاین یې په مرکز جلال اباد ښار،رودات،کامې،ښیوې،سره رود او بهسودو ولسوالیو کې پیل کړی او ډېر ژر به نورو سیمو ته هم وغځول شي .

نوموړی دغه څرګندونې د دغه ولایت د والي سلیم خان کندوزي په مشرۍ د نظامي شورا په اونیزه غونډه کې چې نن د سلواغې په ۴مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې جوړه شوې وه،وکړې .

په دغه غونډه کې د دغه ولایت د والي سربېره، امنیه قوماندان،ملي امنیت مرستیال،ملي اردو څلورمې پلې لوا درستیزوال،سرحدي لوا درستیزوال،عامه نظم دویمې لیوا رئیس ارکان او د همغږۍ مرکز مرستیال ګډون کړی وو.

د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي وویل په دغه ولایت کې د ولایت مقام،امنیتي،عدلیي او قضایي ارګانونو ترمنځ په همغږۍ د غصب شوو ځمکو د بېرته ترلاسه کېدو په موخه عملي چارې پیل شوي دي .

نوموړی زیاته کړه، د دغه چارو په ترڅ کې تر دا مهاله چې د یادو ارګانونو لخوا کومې چارې ترسره شوي، د ستاینې وړ دي خو لازمه ده،چې د غاصبینو د نیولو او همدا راز د غصب شوو ځمکو د بېرته ترلاسه کېدو په موخه نور کوټلې ګامونه هم واخلي .

امنیه قوماندان پاسوال فضل احمد شیرزاد وویل د ولایت مقام په لارښوونه یې د بېلابېلو ارګانونو سره په همغږۍ د غصب شوو ځمکو د بېرته ترلاسه کېدو په موخه یې کمپاینونه پیل کړي .

هغه زیاته کړه،د دغه کمپاینونو په ترڅ کې تر دا مهاله ۴۶ تنه د غصب شوو ځمکو په تور نیولي او همدا راز شاوخوا ۲ زره جریبه ځمکه یې په مرکز جلال ابادښار،کامې ، سره رود ،بهسود،ښیوې او روداتو ولسوالیو کې د غاصبینو څخه بېرته ترلاسه کړې ده.

د ملي امنیت مرستیال وویل د شینوارو ولسوالیو پاڅوون کوونکو د لیستونو د برابرولو چارې رواني او د دغه کار په بشپړیدو سره به ټول امکانات د قانون مطابق پاڅوون کوونکو ته په واک کې ورکړي .

په دغه غونډه کې نورو امنیتي مسؤلینو هم د تېرې اونۍ په ترڅ کې ترسره شوي فعالیتونه،ستونزې او وړاندیزونه د ننګرهار والي سره شریک کړل .

د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي یادو امنیتي مسؤلینو ته لارښوونه وکړه،چې د جلال اباد ښار سربېره د لویو لارو او ولسوالیو امنیتي وضعیت د ښه والې په موخه لا هم جدي تدابیر ونیسي او خپلې هڅې ګړندۍ کړي .

د ننګرهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *