د روان کال د سلواغې میاشتې پر ۱۹ مه نېټه د ننګرهار ولایت د غني خېلو او مهمندرې ولسوالۍ د ۲۷ ویالې ابتدایه ښوونځی، د سپین غر او پاڅول د نجونو او هلکانو لېسې د ځينې امنیتي ستونزو له امله تړل شوې وې، چې د قومي مشرانو او دیني عالمانو په مرسته پروخت بېرته د زده کوونکو پرمخ پرانېستل شوې.
د یو بل خبر له مخې د روانې میاشتې پر ۱۹ مه نېټه د مهمندرې ولسوالۍ د هلکانو د پاڅول لېسې ته نامعلومو وسله والو کسانو اور اچولی، چې د سیمې د خلکو په مرسته پر وخت مهار او د ډېر زیان اړولو مخه یې نیول شوې ده.
د پوهنې وزارت رهبري په داسې حال کې چې پر ښوونځيو حمله په کلکه غندي د تل په څېر د هېواد له دیني عالمانو، قومي مشرانو او مخورو شخصیتونو غواړي، چې د ښوونځيو، ښوونکو او زده کوونکو د مال او ځان په ساتلو کې خپلې مرستې پراخې کړي.
د پوهنې وزارت له امنیتي ارګانونو په کلکه غواړي، چې د ښوونیزو اماکنو په ساتلو کې جدي مرسته وکړي او د هغو کسانو په پېژندلو کې هڅې وکړي، چې د ښوونځيو د تخریب او سوځېدو سبب کرځي.