ژباړه: حمیدالله حمیدي
په خپل ذهن کې دغه تصویر مجسم کړئ:
د لمر وړانګې اسمان ته ځانکړې ښکلا ورکوي او رڼایي یې تر کړکیو زما کوټې ته را ننوځي او یوه ځانګړې فضا جوړوي. الوتنکي له خپلو ځالو را وځي او په خپلو خوږو نغمو زموږ د کور ټولې شاوخوا ته یوه ځانګړې ښکلا پیدا کوي چې د دې ښکلو اوازونو په اورېدو سره د انسان زړه له خوښیو پرواز کولو ته مجبورېږي. زه هم د طبيعت په شان له پوره انرژۍ سره د نن ورځې هرکلي ته تیاری نیسم.
څومره وخت لرم او کوم کارونه باید ترسره کړم؟
کله چې ورځ پیلېږي ستا لپاره یو ځل بیا د ژوند کولو چانس درکول کېږي تر څو خپل ژوند له سره جوړ کړې. کله چې شپه راځي دغه چانس دې له لاسه وځي.
نن یوازې د ځمکې د کرې پر سر د انسان د ژوند کولو وخت دی، همدا نن هغه ورځ ده چې پرون یې په تمه وې او دا اندېښنه درسره وه چې سبا به څه کېږي او همدا نن دی چې سبا به یې په یاد راولي او ارمان به یې کوي. همدا نن ستا لپاره تېر او راتلونکی دی اوس ستا خوښه چې څه ورسره کوې او څه ډول ګټه ترې پورته کوې.
تېر وخت دې چې څه ډول تېر شوی همداسې یې ومنه او په اړه یې فکر مه کوه، هڅه وکړه چې نن دې ښه وي او څه ډول دې چې زړه وي داسې یې تنظیم کړه او ځان په دې برخه کې مسوول وګڼه. هر سهار چې له خوبه پورته کېږې ستاسو پر مخ یوه نوې ورځ پرانیستل کېږي، کېدای شي دا ورځ بله را نه شي، ته نن څومره خوښۍ، مثبتې انګېزې او نوي فکرونه لرې او تجربه کوې؟
موږ انسانان ټول وخت د سبا لپاره په تمه تېروو، خو کله چې سهار شي ګورو چې بیا همدا نن دی او د سبا هېڅ څرک نشته.
دا چې هر سهار پر موږ لمر را خېږي، باید د خدای پاک شکر ادا کړو؛ د دې لپاره چې خدای پاک یو ځل بیا د سا اخیستلو توان راکړ او له دغه فرصت څخه په ګټې اخیستو مو خپلو موخو ته د رسېدو لپاره هڅه وکړو. په خپلو کارونو کې پوره پوره هڅه وکړه تر څو په ژوند کې مینه تجربه کړې او په مینه ژوند تېر کړې.
نو خپله ټوله هڅه وکړه چې په نن کې ژوند وکړې، همدا نن، همدا اوس او په همدې لحظه کې مسکی شه، زړه دې له خوښیو او خوشالیو ډک کړه، همدا اوس دې په زړه کې همېشنۍ مینې ته ځای ورکړه، ملګري او دوستان دې په غېږه کې ونیسه او له خپلو ټولو ښيګڼو کار واخله، تر څو همدا نن خوښ و اوسې او همدا نن دې د ژوند تر ټولو ښه ورځ حساب شي. همدا اوس چې ته په کې ژوند کوې، دا شېبه داسې یوه شېبه ده چې تل پاتې ده او هېڅ کله به دې هم له یاده ونه وځي.
اجازه مه ورکوه چې هېڅ راز ستونزه او تشویش دې وخت ضایع کړي؛ ځکه همدا نن ستا هغه سبا دی چې پرون ورته په تمه وې. کرونین وایي: «تشویش هېڅکله د سبا غم او ستونزه له منځه نه وړي، بلکې له نن څخه دې هم غورځوي.» په ژوند کې ستا هغه شېبې چې ستا په راتلونکي ژوند اثر پرېباسي همدا نن دی. په هېڅ قيمت سره دغه وخت له لاسه مه ورکوه څومره توان چې لرې له همدې نن څخه ګټه پورته کړه او له ژونده خوند واخله.
دغه مطلب هره ورځ ولوله او دا هم مه هېروه چې د نړۍ لویه برخه ستا په ذهن کې ده، که دې دا خبره درک کړه پوه شه چې نړۍ به تر پښو لاندې کړې.