د شپږسوه څلورم سرحدي زون پولیسو په نهرالسراج ولسوالۍ کي دنورو امنیتي ځواکونو سره په ګډه د دولت د وسلوالو مخالفينو پر وړاندي عملیات پیل کړي دي .
په هلمندکي د شپږسوه څلورم سرحدي زون درستیزوال مل پاسوال حمیدالله (صدیقي) وایي چي دتیرو ۷ ورځو راپه دیخوا په نهرالسراج ولسوالۍ کي دشپږسوه څلورم سرحدي زون پولیسو دنورو امنیتي ځواکونو سره په ګډه عملیات پیل کړي دی هغه وويل چي په دغه عملیاتوکي ملي اردو ، ملي پولیس ، ملي امنیت او دعامه نظم امنیتي ځواکونه دسرحدي پولیسو سره برخه لري .
ښاغلي درستیزوال وویل چي په دغه عملیاتوکي دنهرالسراج ولسوالۍ ډيری هغه سیمي چي ددولت وسلوالو مخالفینو په کي شتون درلود پاکي او په سیمه کي عملیات دامهال دوام لري .
نوموړي وویل چي په دغه عملیاتوکي دکشفي او استخباراتي ادارو دمعلوماتو په اساس ۳۸ تنه وسلوال مخالفین وژل سوي او ۲۸ نور ټپیان دي ، په دغه روانو عملیاتوکي دسرحدي ځواکونو لاسته ۲۸ عرادې موټرسیکلونه او درې عرادې موټرنه هم ورغلي چي دعملیاتوپه سیمه کي سوځول سوي دي .
ښاغلي صدیقي زیاته کړه چي ترڅنګ یې یومیل دهشکه ، لس کیلوګرامه چاودیدونکي توکي (باروت) دوه ګرۍ لاسي بمونه (بم دستي) یوه عراده کورولاموټر ، یوموټرسیکل ، یوشرید او شریدبکسه د دهشکې دسرحدي پولیسو لاسته ورغلي دي .
هغه وویل چي دسرحدي زون دانجنیرۍ دټیم له لوري په سیمه کي لس کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړل سوي دي .
مل پاسوال حمیدالله صدیقي زیاته کړه چي دخانشین ولسوالۍ د بلوڅانو په سیمه کي د اول کنډک سرحدي پولیسو نن سهار مهال ۴ کړۍ ماینونه کشف او شنډکړي دي .
دشپږسوه څلورم سرحدي زون امنیتي ځواکونه دسرحدي سیمو ترڅنګ دهلمند په بیلابیلو سیموکي دخپلو نورو امنیتي ځواکونو سره اوږه پر اوږه په هغه سیموکي چي امنیتي ستونزي شتون ولری دعملیاتو پرمهال برخه اخلي .
دیادوني وړده چي دشپږسوه څلورم سرحدي زون دتریخ ناور په عملیاتوکي ددولت دوسلوالو مخالفینو دوسلو شپږ زیرمي ترلاسه او هغوی ته یې د درني مرګ ژوبلي په اړولو سره سیمه ددولت دوسلوالو مخالفینو له شتون څخه پاکه کړه .