تاند – د افغانستان په ختیځ کې د نورستان ولایت د برګمټال او مندول ولسوالیو کې د وارورې د ګټ /راشي/ د راښویېدو په نتیجه کې ۴۹ کسان وژل شوي دي.
د نورستان والي حافظ عبد القیوم وایي، د برګمټال ولسوالۍ د حفصې په نوم کلي باندې د واورې ګټ یا راشی را ښویېدلی چې په نتیجه کې یې تر اوسه د ۴۵ کسانو مړي او ۹ زخمیان موندل شوي دي.
ښاغلی قیوم وایي، په دې سیمه کې ټول کلی لاندې شوی او ممکن د مرګ ژوبلې شمېر لوړ شي.
په کابل کې، د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې وزارت وایي چې د هېواد په ٢٥ ولايتونو کې د سختو واورو او ورښتونو په نتیجه کې خواوشا ۴۰ کسان مړه شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي خو دا معلومه نه ده چې آیا په دغه شمېر کې د نورستان ولایت مړه شوی کسان هم شامل دي که نه.
که څه هم چې په تېره یوه نیمه لسیزه کې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې پراخې مرستې وکړې خو ویل کیږي چې تر ډېره دغه مرستې د جهاد او مقاومت په نامه زورواکو او داړه مارانو چې هم یې وسله وال لرل او هم حکومتي منصبونه، خپلو جیبونو ته واچولې او اوس ولسي خلک ابتدایي تخنیکي خدمتونو ته هم لاسرسی نه لري او د یوې وړې پېښې په نتیجه کې لسګونه کسان مري.