تاند- د افغانستان ملي اردو وايي چې تېره شپه یې په نورستان کې په هوايي او مځکنیو عملیاتو کې تر ۷۰ زیات سختدریځي وژل شوي دي.

۲۰۱ سېلاب قول اردو نن /پنجشنبه/ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په دې عملیاتو کې ټولټال ۷۳ وسله وال یاغیان وژل شوي او ۶ نور ژوبل شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا عملیات د نورستان په کامدېش ولسوالي کې هغه مهال وشول چې وسله والو یاغیانو د کامدېش ولسوالي پر پوستو بریدونه پیل کړل.

سېلاب قول اردو وايي چې په وژل شویو کسانو کې بهرنيان هم شامل دي.

د سېلاب قول اردو په وینا هوايي ځواک د دوی د مځکنیو قواوو ملاتړ وکړ.

دغه ځواک وايي چې ډېری یاغیان په هوايي بریدونو کې ووژل شول.

په دې جګړه کې افغان امنیتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ویل شوي او وسله والو طالبانو هم تراوسه پوري دا خبر تایید یا رد کړی نه دی.

ځواب دلته پرېږدئ