د ډاکټرمحمد اشرف غني د کمپاین عمومي مرکز
د ختیزو ولایتونو څانګه
مطبوعاتي خبرپاڼه
د وري ۱۵مه
په نورستان کې د ولسمشرۍ نوماند ډاکټرزلمي رسول د کمپاین ولسي مسول او په ولسي جرګه کې د دې ولایت استازی مولوي احمد الله موحد له خپل دفتر او ملاتړوسره په ګډه د ولسمشرۍ د مخکښ نوماند ډاکټراشرف غني احمدزي د ټاکنیزټیم ملګری شو.
ښاغلی موحد په ختیځ کې د ډاکټراشرف غني د کمپاین د عمومي مسول احسان الله کاموال په ځانګړې بلنې د ډاکټرغني په مشرۍ د بدلون او دوام ټاکنیزټیم ملګرتیا اعلان کړه.
په ختیځ کې د ډاکټراشرف غني احمدزي د کمپاین عمومي دفتر د ښاغلي موحد او د هغه د پلویانو یاد شوی داوطلبانه ګام ستایي او هرکلی یې کوي.
موږ د ټاکنو لپاره رایه اچونې ته په دې کمه موده کې هیله من یوو چې د ښاغلي موحد په شان نور ښاغلي مخور هم د بدلون او دوام د ګټونکي ټاکنیزټیم ملګري شي.
پرون په ختیځ کې د ډاکټرزلمي رسول لپاره د هغه د لومړي مرستیال احمدضیا مسعود لخوا د کمپاین د ځانګړي دفتر مسول او ټول پرسونل یې د ډاکټراشرف غني د کمپاین او ټاکنیزټیم ملګري شول.
د یادونې وړ ده،چې له بدلون او دوام ټیم سره د یو ځای کیدو دا لړۍ یوازې د ملي احساس،ملي ګټو او د نورو نوماندانو په پرتله زموږ د طرحو،پلانونو او بریالیتوب چانس د لوړوالي له مخې کیږي.
د ختیځ زون د کمپاین مطبوعاتي مسول:ارشاد رغاند