تاند- د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې مخپټه طالبان پیدا شوي خو د سیمې د پخوانیو طالبانو په تصفیې پسې یې رااخیستې ده.

د نورستان ولایت خلک او چارواکي وايي دا کسان له پاکستانه راغلي دي.

د اووم سرحدي کنډک قومندان شمس الرحمن وايي، دا کسان، چې ځانونه طالبان بولي په اشارو خبرې کوي، تور یونیفورم یا جامې یې اغوستی او شمېر یې شاوخوا ۱۰۰تنو ته رسېږي.

د سمش الرحمن په وینا دا کسان په وروستیو کې له چترال څخه راغلي او پخواني طالبان وژني.

د سیمې د اوسېدونکو او د سرحدي کنډک قومندان سمس الرحمن وویل، دې کسانو د عبدالستار په نوم یو طالب قومندان چې پر افغان ځواکونو یې حملې کولې، له ۲۱ کسانو سره ژوندی نیولی دی. د دوی په وینا دوی د عبدالستار په ګډون ۹ ورڅخه وژلي دي.

شمس الرحمن وویل:«ممکن دا مخپټې طالبان پخواني طالبان او د هغوی قومندانان د دې لپاره وژني چې هغوی به د خپلو مشرانو امر نه مانه. دوی په نورستان کې د ښوونځیو او کلینیکونو مخالفت نه کاوه. او همدارازنګه د افغانستان حکومت چې اوس د کامدېش او برګمټال لور ته سړک تېروي نو عبدالستار یې مخالفت نه کاوه، ویل به یې چې سړک زموږ او ټول Nuristanولس په ګټه دی.»

راپورونه وايي چې د دې نویو کسانو له راتګ سره د کامدېش په مختلفو سیمو کې طالبان وژل کېږي. څلور په یوه سیمه کې، ۵ په بله کې وژل شوي او مړي یې راځوړند کړای شوي دي.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم هم تاییدوي چې کامدېش ته نوي کسان له پاکستانه رااوښتي دي او د زړو کسانو د نیولو او وژلو لړۍ یې پیل کړې ده.

خلک د طالبانو د نوې ډلې په اړه نه پوهېږي چې څوک دي، او په کومه ژبه خبرې کوي ځکه چې دوی که څوک نیسي هم په اشارو یې د نیولو امر کوي او که یو بل ډوډۍ ته وربولي هم له اشارو کار اخلي.

د سرحدي کنډک قومندان شمس الرحمن وايي، ممکن دا کسان د پاکستان پوځیان وي او ښايي له همدې کبله خبرې نه کوي او مخونه نه ښکاروي څو خلک یې ونه پېژني.

0 thoughts on “په نورستان کې مخپټو طالبانو د پخوانیو طالبانو تصفیه پیل کړې”
  1. که نوی طالبان ږاړه طالبان وږنی دا خو شه خبره نه ده خو اوفغان چارواکی که فدی خوشحاله کیږی او یا نوری رسنی او دا راز نه افشا کوی ددوی کوروته به هم خدای دا غم را ورسوی ځکه هر افغان او مسلمان که طالب وی او که بل څوک با فه مرګ یی خفګان وشی او دمرګونو لړی خطمه شی ۸

    1. داتبلیغات دی چی په نورستان کی مخپټی زاړه طالبان وژنی داعبدالستاراوددی نوروژل شوی ملګری جاسوسان ول دوی دنورستان ولایت دکامدیش ولسوالی چنارخوړکلی اوسیدونکی دی داچنارخوړیووړوکی کلی دی په دی کلی کی په یومیاشت کی ۱۲دولس کرته دبی پیلوتو بمباروشوبیانومجاهدینودجاسوسانوتصفیه شروع کړدتحقیق اودمحکمی دحکم نه روسته وژلی شوی دی

  2. دادمجاهدینو په ضدتبلیغات دی چی مخ پټی طالبان زاړه طالبان وژنی داعبدالستاردنورستان ولایت دکامدیش ولسوالی دچنارخوړکلی اوسیدونکی واوچنارخوړیووړوکی کلی دی په دغه کلی باندی په میاشت کی ۱۲دولس دامریکای بی پیلوت بریدونه وشول ګن کسان عوام اومجاهدین شهیدان شول نومجاهدینودجاسوسانوتصفیه شروع کړه نوعبدالستاراودهغی ملګری اونورمشکوک کسان ونیول شول دتحقیق اومحکمی نه وروسته وژل شویدی اوس چی جاسوسان وژل کیژی ددوی دبادارانوپه زړونواوربل شو
    Like · Reply · 5 mins

  3. مولوی صاحب شفیق ستاسو خبره پرځای ده چې که هغه هر څوک وي خو افغان دی مګر یوې خبرې ته باید اشاره وکړم چې افغان طالبان هم باید پردې خبره پوه شي چې ګاونډوي هیوادونه په ځانګړې توګه پاکستان هیڅکله د افغان بچې دوست نه وو نه دی او نه به وي هغوی د خپل هیواد لپاره هر څه کوي او تر دې پورې چې طالبان به هم وژني او وژلي یي دي. نو اوس افغان طالبانو ته په کار ده چې خپل او پردي و پیژني او د دښمن په وړاندې د خپل ګران هیواد د ملي اردو، ملي پولیسو او نورو سره په یوه کتار کې ودریږي او تور پنجابي ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي او دا ورته ثابته کړي چې افغان به هیڅکله هم د پردیو غلام نشي. ګرانو طالبانو ورونو خدای ج د وکړي چې عقل مو سر ته راشي او خپل او پردی دوست او دښمن وپیژنۍ. افغان پولیس ستاسو دوست دی دښمن نه دی ستاسو ریښتینې دښمن تور پنجابی دی او باید د افغانانو د وینو بدل ورڅخه واخلۍ او د خپلو افغانانو سره په یو کتار کې د هغوی په وړاندې وجنګیږۍ او یو ځل بیا ثابته کړئ چې افغان یو افغان دی او هیڅکله به سره بیل نشي.

    په درنښت

    ستاسو ورور نور

  4. دا تول آفتونه دی چی د افغانستان په خلکو الله رب العزت را نازل کری دی له یوی خوا اشغال له بلی خوا په افغانستان کی چند بعدی جنگونه لکه :
    دقدرت په سر د امریکا او روس جنگ
    د مذهب په سر د ایران او سعودی عربستان جنگ
    دخاوری په سر د پاکستان او هند جنگ چی داټول بیا په افغانستان کی ترسره کیږی نو
    که یو خدایی رحم ونشی فکر نکوم د افغانانو اعمال دی صحیح شی , ورح تربلی د افغانانو اعمال نور هم خرابیږی

  5. چه بد ګرځی بد به پرزی
    دا ګروپونه چه آی اس آی تربیه کړی وو اوس دوی ختم دی او د آی اس آی په درد نه خوری آی اس آی مجبور دی چه دا ګروپونه ختم کړی او په ځای نوی کسان تربیه کړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *