تاند- په بلوچستان کې د هغه ټکسي چلوونکي د وژلو په خاطر د امریکا خلاف رسمي شکایت درج شوی چې د طالبانو له مشر ملا اختر محمد منصور سره یوځای د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

ټکسي چلوونکي محمد اعظم د مې په ۲۱ مه د ایران په پوله کې د تفتان له بندره ولي محمد (ملا منصور) کوټې ته بېوه چې د امریکا بې پېلوټه الوتکو د بلوچستان ایالت په نوشکي سیمه کې پرې برید وکړ. په برید کې د ټکسي چلوونکی او د طالبانو مشر وسوځېدل.

ملا اختر محمد منصور د ولي محمد په نوم پاکستاني شناختي کارد او پاسپورت جوړ کړي وو.

د محمد اعظم مشر ورور محمد قاسم په خپله عریضه کې ویلي چې امریکا د ده پر ورور د حملې مسوولیت منلی دی.

2د محمد قاسم په عریضه کې د کوم ځانګړي امریکايي چارواکي نوم نه دی یاد شوی خو ویل شوي چې ده په خپل شکایت کې امریکايي چارواکي د خپل ورور په وژلو تورن کړي دي.

محمد قاسم وايي چې د مې په ۲۱مه ورته څرګنده شوه چې ورور یې په ټکسي موټر کې له کومې پېښې سره مخامخ شوی دی. خو کله چې د پېښې ځای ته لاړ، ورته معلومه شوه چې ورور یې له یوې سپرلۍ سره سوځېدلي او د هغوی مړي کوټې ته وړل شوي دي.

ده په کوټه کې د خپل ورور د مړي له پېژندلو وروسته جنازه تفتان ته یووړه او هلته یې خاورو ته وسپارله.

محمد قاسم وايي چې ورور یې بې ګناه و او بېوزله یتیمان ورڅخه پاتې دي.

ده په خپله عریضه کې غوښتنه کړې چې د بې پېلوټه الوتکو په حملې کې مسوول امریکايي چارواکي دې د قانون منګولو ته وسپارل شي.

2 thoughts on “په نوشکي کې د وژل شوي ټکسي چلوونکي ورور پر امریکا عرض وکړ”
  1. کاش ستا عریضه ومنل شی رشتیا هم ستا ورور هیس کناه ته درلودل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *