خبریال: نصیب- په هلمند کې د نهرسراج مېنې اوسيدونکي وايي چې د ځايي دولتي ادارې په ملتيا يې د ځينو زورواکو لخوا کورونه او ځمکې غصب کيږي.

بل خوا د هلمند مدني ټولنه په هلمند کې د پراخ غصب خبر ورکوي او له مرکزي دولته غواړي چې په هلمند کې دې د ځمکو د غصب په مخنيوي کې جدي هڅې وکړي.

د هلمند د نهرسراج ولسوالۍ د نهرسراج مېنې لسګونه اوسيدونکي هلمند مدني ټولنې ته ورغلي ول، دوی شکايت کاوه چې د ځينو زورواکو لخوا يې هغه کورونه نړيږي چې له کلونو راهيسې پکې دوی مېشت دي.

ځايي خلک وايي، ياده ځمکه يې کلونه مخکې له يو شخص څخه په پيسو رانيولې ده چې اوس د ځايي دولتي ادارې په ملتيا د زورواکو له خوا نمرې کيږي.

د دوی په قول چې په دې غصب کې  ولايتي اداره او ښاروالي هم ښکېله ده.

په همدې حال کې د هلمند مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد وايي، چې د نوي ملي يووالي حکومت د کابينې ځنډ، په ولايتي اداراتو کې  بدلون نه راوستل او د ولسمشر او اجرايه رئيس ترمنځ اختلافات هغه څه دي چې د نورو ستونزو ترڅنګ کې يې په هلمند کې د ځمکو غصب ته پراخه لاره هواره کړې ده.

همدرد له مرکزي حکومت جدي غوښتنه وکړه چې په هلمند کې دې د روان غصب مخه ونيسي.

ورته وخت کې د هلمند ښاروالۍ مرستيال احمد مسعود سېلاب د دغه خلکو تورونه ردوي او وايي چې، ياده سيمه دولتي ده او د ښاروالۍ د پلان له مخې پکې خلکو ته نمرې ورکول کيږي.

تر دې دوه ورځې وړاندې د هلمند ولايتي شورا او مدني ټولنې په ګډه رسنيو سره د يوې خبرې ناستې پر مهال د پراخ غصب خبر ورکړی و.

دوی له مرکزي حکومت غوښتنه کړې وه که په هلمند کې د غصب مخه ونه نيسي نو دوی به خېمې ووهې او خپلو لاريونونو ته دوام ورکړي.

One thought on “په نوي حکومت کې د بدلون ځنډ په هلمند کې پراخ غصب ته لاره هواره کړې ده”
  1. تر اوس پوري څه ما اكثريت خببرونه لوستلى دي ، دي بيجاره ژورناليستانو په واقعى شكل را پور نه ده ور كړ ى او هميش ده دروغ په شكل را پورونه وركوى ، او همدا ده څ ه ملت يي نه مني ،وهيله ده څه ژورنالستان ده رياليتيك په شكل را پور ور كړ ي نه دي يو خاين او كاذب په شكل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *