سرچینه: No one cares.com
کوښښ وکړئ هغه څه تجربه او وازمویئ، چې ترې وېره لرئ؛ تر څو ورسره بلد شئ، کنه د لوی غر په څېر به درته لوی شئ.
که چېرې یو څوک درسره کرکه ولري، نو پوه شئ، چې په راتلونکې کې به درپسې ډېر تږی شي.
ددې پروا مه کوئ، چې تاسو په څو ځلې ماتې خوړلې ده؛ د خپلو خوبونو پر وړاندې مو ایمان له لاسه مه ورکوئ.
یو بد ملګری مو کولای شئ، له پنځو بدو دښمنانو څخه هم درته ډېر زیان ورسوي.
د ننیو ځوانانو له ځانګړنو څخه یوه ځانګړنه دا ده، چې مور به یې ورته تر شلو زیات زنګونه او پیغامونه کوي او دوی به په ډېر ځنډ او له ډېرې غوسې سره ځواب ورکوي؛ که یې ملګرې (ګرل فرېنډ) ورته مسقال هم وکړي، نو دوی به ورته په همغو پنځو ثانیو کې زنګ وهي او له مینې ډک ځواب به ورکوي.
له هغو ښځو سره ژوند خوند لري او ريښتینې ښځې دي کومې، چې د نورو د پام جلبولو لپاره هېڅ هم نه کوي؛ بلکې هر کار یې یوازې د خپل ژوند د ملګري لپاره وي.
ژوند په شرابو او نېشه يي توکو کې نه دی؛ بلکې ژوند یوازې په مینه کې دی.
سیګرېت مو وژني، خو که یې ونه څکوئ، په دې مانا نه ده، چې تاسو به هېڅ مړه نشئ (مرګ حتما شته).
له کتاب سره ځان عادت کول هغه څه دي، چې له بېځایه فکرونو مو ساتي.
ځینې وخت باید یوازې واوسئ او له هېڅ چا سره خبرې ونه کړئ او ځینې وخت باید له کچې زیات ټولنیز واوسئ؛ نو له هر حالت سره ځان جوړول زده کړئ.