دا خبره هر وخت مطرح شوې، ټولو اورېدلې او ټول سره پرې قانع يو چې رسنۍ په يوو ډيموکراټيک نظام کې د څلورمې قوې په توګه رول او اهميت لري، نو! رسنۍ بايد د نورو دريو قوو په څېر خپل رسالت او مسووليت ادا کړي، هرې رسنۍ ته اړينه ده چې خپل مخاطبان او د خپرونې ساحه وپیژني.
کره اطلاعات، تائيد شوي معلومات، له فرهنګي او فکري اړخه منل شوې ښوونه او سالمه تفرېح د رسنيو له عمده مسؤولیتونو څخه شمېرل کېږي.
چې دا بیا په هره ټولنه کې فرق کوي مثلاً په اسلامي نړۍ کې ارزښتونه يو څه، خو په لويديځه او غيري اسلامي نړۍ کې ارزښتونه بل څه يا بل ډول دي.
کله چې رسنۍ خپله د پوښښ او خپراوي ساحه پېژني، مخاطبان پېژنې او له ټولنې سره په يو ډول ښه راکړه ورکړه کې اسانتیاوې رامنځته کيږي، له دې سره رسنۍ په ټولنه کې خپل باور پياوړی کوي، هره خبره يې په مخاطبانو ښه لګېږي او ټولنه يوې ښې لارې ته سوق کېږي.
دروغ اطلاعات، ناسم معلومات، د پردي فرهنګ ښوونه او غيري سالمه تفرېح بيا په ټولنه کې د خبريال او رسنيو باور زيانمنوي، په ټولنه هم سل په سلو کې بد اغېز لرلای شي او په ټولنه کې د ګډوډي لامل کېږي، يعني خپل ارزښتونه، خپل فرهنګ او خپل دود يوو پردي فرهنګ او پردي فکر ته پرېږدو، چې هم مو ټولنه تاوان ويني او هم مو دين او مذهب.
پایله دا چې نړيوالې رسنۍ بايد په خپل لوی مسووليت سره د جګړې په له منځه وړلو کې خپل مسووليت ادا کړي، مثلاً تازه تازه د امریکا او ايران تر منځ ستونزې چې دواړه لوري مخ پر زياتېدونکي کچه لانجو ته لمن وهي، چې دا ستونزې او لانجې د يوې خوا په خير هم نه دي!
يو شمېر لويديځې رسنۍ او په سيمه کې عربي خبري شبکې دې جګړې ته ډېر پوکی ورکوي او په لوی لاس هڅه کوي، دا جګړه لويه کړي، اوس دواړو هېوادونو ته په کار ده، چې له هوښيارۍ او ځيرکتيا کار واخلي او دا ستونزه له منځه يوسي.
همدارنګه د نړۍ په بېلابېلو برخو کې لويديځې رسنۍ د ټولنو او خلکو ترمنځ د تعصب او تبعيض خپرولو هڅه کوي.
په پای کې په دې هيله چې په افغانستان کې ويښ، اسلامي، ملي او ټولنيزو ارزښتونو ته ژمنې رسنۍ او مطبوعاتولرو.
په همدې هيله !