تاند- د ۲۰۱۵ کال د کرکټ نړیوال کپ ته د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې بری د نړۍ د ټولو په معتبرو خبري اژانسونو، ورځپاڼو او الیکترونیکي رسنیو کې په پراخه پیمانه منعکس شوی دی.

ځینو د افغانستان د کرکټ دا چټک سفر حیرانوونکی بللی او ځینو نورو بیا ویلي چې افغانستان په داسي لوبو چې په وروستیو کې یې نندارې ته وړاندې کړې، د دې پوره مستحق دی چې د نړۍ د لومړي درجه لوبډلو ترڅنګ ولوبېږي.

د یو شمېر بهرنیو رسنیو راپورونه د تاند په انګلیسي ویبپاڼه کې لوستلی شئ.

په همدې منځ کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې روزونکي یا کوچ کبیر خان د جمعې د ورځې د بریالیتوب په اړه cricketرسنیو ته وویل چې دا یې د ژوند تر ټولو ښه ورځ وه.

د سکای سپورټس (تلویزیون) د راپور له مخې کبیر خان وویل:«د کوچ په حیث دا زما د ژوند ترټولو ښه ورځ ده.»

کبیرخان هیله څرګنده کړه چې د آی سي سي یا د کرکټ د نړیوالې شورا د بشپړ غړیتوب لرونکي هیوادونه لکه پاکستان، هند او سریلانکا به له افغانستان سره مرسته وکړي چې په نړیواله یو ورځنۍ مسابقه کې ګډون ته تیاري ونیسي.

کبیرخان وویل:« له هغو هیوادونو سره لوبېدل، چې بشپړ غړیتوب لري، تل مرسته کوي، خو له بده مرغه موږ ډېر چانس نه مومو چې له دوی سره مسابقه وکړو.»

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې روزونکي هیله څرګنده کړه چې لږترلږه د افغانستان څنګلوري هیوادونه لکه سریلانکا، هند او پاکستان به مرسته وکړي چې د افغانستان د کرکټ ټیم نور هم وده وکړي.

د افغانستان د کرکټ ټیم تېز باولر حمید حسن وویل، له ډېرې خوشالۍ خبرې ورڅخه هېرې شوي دي خو دومره ویلي شي چې ډېر ډېر خوشاله دی.«دا زما د ژوند تر ټولو خوشاله ورځ ده. دا د نه باور خوب مې نن رښتیا وخوت.»

One thought on “په نړیوالو رسنیو کې د افغانستان د کرکټ د بري پراخ غبرګون”
  1. دافغانستان ټولو وګړوته دزړه له کومی مبارکی وایم دالله (ج)څخه غواړم چه افغانان د همیش لپاره همدغه رنګه کامیاب اوسرلوړی اووسی په هرمیدان کی یعنی دتعلیم ،کار،تخنیک او لوبو په میدانونوکی
    ( افغانان سرورکی خوسنګر نه ورکی)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *