د هر کال په څېر سږ کال یو ځل بیا په نړیوال اسلامي پوهنتون اسلام اباد کې کلتورې اوونۍ ولمانځل شوه ، د سې شنبې په ورځ چې د مارچ میاشتې له اتلسمې نیټې سره سمون خوري د اوونۍ د لمانځنې مراسم د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې پیل شول .

1دغه پرانستوونکې غونډه کې په پاکستان کې د یو شمیر هېوادونو سفیرانو او کلتورې نماینده ګانو برخه اخیستي وه چې په لومړې ځل په کې په اسلام اباد کې د افغانستان نوي سفیر ښاغلی جانان موسی زی هم برخه واخیسته ، ښاغلی سفیر سره د سفارت د فرهنګې چارو مسوول ښاغلی شمس زردشت اویو شمیر نور د سفارت کارکوونکې هم مل ول. د غونډې مشران میلمانه د پاکستان د مذهبې چارو وزیر او په پاکستا�� کې د عراق سفیر ول .

د غونډې د پای ته رسېدو وروسسته راغلیو میلمنو د محصلینو په زیار جوړو شویو نندارتونونو پرانیسته او لېدنه وکړه ، د تقریبا پنځه دیرش هیوادونو  محصلینو په خپلو نندارتونونو کې د خپل کلتور ښودنه وکړه . افغان محصلینو اتحادیې د هر کال په څیر یو ځل بیا په زړه پورې نندارتون جوړ کړی وو ،  څو تنو هڅاندو محصلینو د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ارګ دروازه په ډیر زیار او ښکلې بڼه جوړه کړی وه .

1 جنګې توپ ، د ښوونځې  ټولګی ،  دارالامان ماڼۍ  ، تنور ، کوهې ( څاه ) د انګورو سپره هم د افغان نندارتون برخه وه چې د یو شمیر محصلینو په کوښښ او هڅو جوړ شوي ول د نندارتون ښکلا یې لا ډیره کړی وه . ددې تر څنګ یو شمیر  تاریخې  کتابونه چې د ساپی  پښتو څیړنو او پراختیا د مرکز له لوری افغان محصلینو اتحادیې ته ډالۍ شوي ول هم  نندارې ته ایښودل شوی ول . په پیښور کې د افغانستان د لویې قونصلګرۍ او په اسلام اباد کې د افغانستان د لوی سفارت څخه راوړل شوې تاریخې توکې هم د نندارتون برخه وه. ټوله ورځ میلمنو او محصلینو د مختلفو هیوادو د تاریخې توکو په لیدو کتو تېره کړه . د اوونۍ دوهمه ورځ هم  یو شمیر کلتورې پروګرامونه تر سره شول.

د اوونۍ په دوهمه ورځ د ماښام په اوو بجو پیل شوه ، د یو شمیر هیوادونو محصلینو د خپل کلتورCultural night )کلتوری شپه

ښکارندویې وکړه چې د محصلینو له لوری په چکچکو بدرګه شول ، د افغانستان په نماینده ګۍ قاری امین الله همدرد او ورسره مل ګروپ یې خوږه ترانه وویله چې د برخوالو له لوری د ګرم هرکلی سره مخ شو ، محمد اصف ستانکزی او ملګرو یې ښکلی فارسی ترانه وویله چې د ستایلو وړ وه ، دشپې دولس نیمې بجې کلتورې شپه پای ته ورسېده .

هیره دی نه وی چې افغانان د څو کلونو راهیسې د ګڼو هیوادونو ترمنځ لومړی مقام خپلوی ، که څه هم پایلې اوونۍ وروسته څرګندیږي خو تمه ده چې سږ کال به یو ځل بیا  افغانان د خپل کوښښ او زیار په برکت  لومړنی مقام پخپل حال وساتي.

عبدالواحد رضوانزی

نړیوال اسلامي پوهنتون اسلام اباد

One thought on “په نړیوال اسلامي پوهنتون اسلام اباد کې کلتورې اوونۍ ولمانځل شوه”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *