د افغانستان او پاکستان پلاوو ترمنځ د سولې او پخلاینې د عمل پلان یا (APAPPS) په پروګرام د دواړو لورو د پلاوو ترمنځ خبرې اترې روانې وي چې بیا هم د پاکستان حکومت له لوري ونه منل شوې او دا خبرې له ناکامۍ سره مخامخ شوې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د بهرنیو چارو د سیاسی مرستیال حکمت خلیل کرزي په مشرۍ د افغان او پاکستاني پلاوو په خبرو کې پر مهمو برخو کې د دواړو خواوو پرمختګ نه تر سترګو کیږي او لاهم پاکستان چمتو نه دی چې د افغانستان له خوا د ترهګرو د ورسپارل شوي نوملړ په اړه اقدام وکړي.

پاکستانۍ دې نیوز ورځپاڼې لیکلي، د پاکستان په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان – پاکستان د سولې او پیوستون لپاره د عمل پر پلان دوه ورځیني خبرې د روانې اونۍ د شنبې په ورځ ودریدو سره مخامخ شوې، د دواړو خواوو ترمنځ ژور اختلاف ولیدل شول او حتي دوی ونشوای کړای چې د خپلو خبرو په پای کې ګډه اعلامیه خپره کړي.

د افغانستان له لوري یوځل بیا له پاکستان څخه یوازینۍ غوښتنه تکرار شوه چې د ترهګریزو ډلو پروړاندې اقدام وکړي او په دې اړه باید لاسلیک شوې ژمنه ورکړي چې د ترهګرو د ځپلو لپاره به اقدام کوي، خو پاکستان بیا غواړي غر په پر پټ کړي او یا د بوسو لاندې اوبه تېرې کړي او یوازې د ژبې پر سر د کلماتو په لوبولو سره د ترهګرو د ځپلو ویناوې کوي.

وروسته لدې د افغانستان زغم هم پای ته رسیدلی او افغانان به ترهغه پورې له پاکستان سره خپل اړیکې خوږې نه کړي تر هغه چې دغه ترهګر او تروریست پاله هېواد له خپلو ناوړو کړنو څخه لاس په سر نشي. دا یوازې پاکستان هم نه دی چې د افغانستان په وړاندې په دې تپل شوې جګړه کې لاس لري. د دې ترڅنګ انګلستان او امریکا متحده ایالات چې د پاکستان اصلي باداران ګڼل کیږي په دې جګړه کې پوره پوره ونډه لري او نه غواړي چې په افغانستان کې روانه نیابتي او ناوړه جګړه پای ومومي.

افغانان نه غواړي چې له هغه هېواد سره خبرو اترو ته کښیني او یا له هغو ډلو سره خبرې اترې وکړي چې د پردي هېواد په لمسون خپل هېواد د اور لمبو ته غورځوي، خو لدې سره سره بیا پاکستان په وار وار پلاوي را ولیږل او ژمنه یې وکړه چې د ترهګرۍ په ځپلو کې به له افغانستان سره پوره پوره همکاري کوي. د دې غوښتنو پربنسټ افغان حکومت هم یوځل بیا وغوښتل چې له پاکستان سره مذاکرات پيل کړي چې اوس بیا پاکستان په خپل خره سپور دی او له خپل انسان وژونکي سیاست څخه لاس نه اخلي.

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت اړوند یوه چارواکي دې نیوز ورځپاڼې ته ویلي «دا نه وایم چې خبرې مطلق توګه ناکامه شوې، دا ویلی شم چې خبرو پایله ورنکړه او له بشپړې ودریدا سره مخ شوې. دواړو خواوو ومنله چې لا هم د خبرو لپاره ځای شته، لا هم په راتلونکي کې خبرو ته هیله شته خو د نورو خبرو لپاره نېټه معلومه نه ده.»

پاکستان لاهم له خپل ناوړه سیاست څخه نه اوړي خو نړیوال په ځانګړي توګه د امریکا متحده ایالات هم د پاکستان پر وړاندې بیا نرم شوي او لایې هم د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو د ځپلو لپاره اقدام نه دی کړی. د افغانستان په دننه کې وروستي ترهګریز بریدونه ښودنه کوي چې پاکستان باید د نړۍ د یوه ترهګر هېواد په توګه د ټولې نړۍ له سیاسي، اقتصادي او ډيپلماتیکو اړیکو بې برخې شي، خو لاهم د نړۍ ابر قدرتونه یې ملاتړ کوي او دا ترهګریز هېواد هڅوي چې د دوی د ځینو موخو لپاره په سیمه ایزه کچه ستونزې جوړې کړي.

د یادونې وړ ده چې د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان – پاکستان د عمل پلان (APAPPS) له ترهګرۍ سره د مبارزې، د جګړې د کمېدو، سولې او پخلاینې، د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو او د ګډ اقتصادي پراختیا په اړه د دوو هېوادونو د همکارۍ د عمل ګډ پلان دی.  خو له بې باوره هېوادونه سره د دا ډول پلانونو پر سر خبرې او عملي کول یې په ډیپلماتیکه فضا کې یوه لویه تیروتنه ده، ځکه دغه هېوادونه انساني مفکورې نه لري او یوه انسان ته د انساني کرامت او ارزښت په سترګه نه ګوري،نو څنګه بیا کولای شي چې د افغانستان د تلپاتې سولې و پخلاینې په اړه فکر وکړي.

افغانان باید د یووالي او یو ملت کیدو په اړه فکر وکړي یوازینی مفکورې چې کولای شي افغانان د سیمه ایز خوږ او د لویو خوږانو د ماموریت د پلي کیدو څخه وژغوري هغه یووالی او یو موټی توب دی. تردې مهاله هم د نړۍ لوی خوږان د افغانستان د سولې او پخلاینې په اړه ارارده نه لري. نه پوهیږو چې دغه خوږان به کله په افغانستان زړه سوځوي او تر کله به خپلو شومو موخو ته د رسیدو لپاره افغانان قرباني کوي. افغانان نور د داسې تپل شویو جګړو چې نړیوال په ځانګړي توګه د امریکا متحده ایالات یې رهبري کوي ورته د زغملو نه دي او که چیرې امریکا متحده ایالات غواړي دا تپل شوې جګړه پای ومومي اوسیدا یې اړینه او پرته له هغه کولای شي افغانستان نور افغانانو ته پریږدي.

په همدې حال کې د افغانستان حکومت باید د نړیوالو د قناعت ترڅنګ چې سیمه ایز خوږان ترهګر، انسان وژونکی، د انسانیت او بشریت دښمن دی او د نړۍ ځینې لوی خوږان ترې ملاتړ کوي باید دافغانانو د یویوالي لپاره کار وکړي او د لستوڼي مار پر وړاندې کلکه مبارزه ترسره کړي.

افغانان باید لکه څنګه چې د انګليسي، روسي لښکر پر وړاندې سره یو شول او نړئ ابر ځواکونو ته یې ماتې ورکړه او نړۍ کې یې د دښمن پروړاندې د مبارزې کارنامې پرېښودې دي، داځل هم باید د دې نړیوال ترهګر پر وړاندې ودریږي او پرې نږدي چې د انسانیت او بشریت دښمان یې ژوند واخلي.

حمیدالله فیضي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *