ثنا میر

تاند- د پاکستان کرکټ بورډ د ښځو د نړیوالو شل اوریزو سیالیو لپاره د خپل ټیم غړې اعلان کړې.

ټاکل شوې ده چې راتلونکې میاشت د ښځو د کرکټ شل اوریز جام نړیوالې سیالۍ پیل شي.

پاکستان دې نړیوال کپ ته د ثنا میر (عکس) په کیپتانۍ ۱۴ لوبغاړې معرفي کړي دي.

د پاکستان کرکټ بورډ وویل چې ژر به د شل اوریزو نړیوالو سیالیو لپاره د نارینه وو لوبډله هم اعلان کړي.

بل لور ته په افغانستان کې کرکټ بورډ نن/جمعه/ د ۲۰۱۴ د کرکټ د شل اوریزو نړیوالو سیالیو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه. د افغانستان د ټیم کیپاني به په دې کپ کې هم محمد نبي کوي.

محمد نبي په تېرو سیالیو کې ښه او بریالی ځلېدلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ