میوند شینواری –
په اسیا کې د کرکټ نړۍ دوه پیاوړې لوبډلې هندوستان او پاکستان نړیوال جام ته په کمزورې روحیه او خراب مورال روان دي. یادو لوبډلو د ۲۰۱۵ کرکټ نړۍ وال جام په درشل کې پرله پسې څو لوبې په ډېر خراب حالت وبایللې. هندوستان استرالیا او انګلستان ته لوبې وبایللې او پاکستان په ډېر خراب حالت دوه لوبې د نوی زایلینډ ملي لوبډلې او دوه د نوی زایلاینډ یوه ځایي کلب ته وبایللې.
د افغانستا ستر سیال بنګلدیش هم د استرالیا یوه ځایي کلب ته دوه لوبې په ډېر خراب حالت وبایللې چې افغان لوبډلې بیا له یاد کلب نه خپله لومړۍ لوبه په لوړ توپیر وګټله.
جالبه خو دا ده چې پاکستاني کرکټ پوهان تر پاکستان، هند او بنګلدیش په افغان لوبډله ډېر باور لري چې ښې لوبې به وکړي. د پاکستان په کورنیو او یو شمېر ټولیزو رسنیو کې دا څرګندونې شوې دي. دوی وايي چې که افغان لوبغاړي لږه په ذهن سره لوبه وکړي نو هغه څه به نندارې ته وړاندي کړي چې چا یې تصور هم نه وي کړي.
پاکستان کې په کور دننه کرکټ پوهان، ترسره شویو لوبو ته په پام له خپلې لوبډلې د ګټې هیڅ هیلې نه لري، دوی د کرکټ په رهبرۍ له توندو نیوکو سره وايي چې د لوبډلې په غوراوي کې بیړه او عاطفي برخورد شوی دی.
دوی په ځانکړې توګه پاکستاني توپ اچوونکیو په برخه کې اندېښنې څرګندې کړي دي. د توپ اچوونکیو(بالرانو) په برخه کې د پاکستان لوبډلمشرانو له سره غور پیل کړی او د ځینو بدلونونو راوستو هوډ لري. د بالینګ په برخه د راحت علي د راتلو او جنید خان یا بلاول بټي د کېنولو خبره ګرمه ده. هند او پاکستان د فبرورۍ په ۱۵مه او افغانستان او بنګلدیش د همدې میاشتې په ۱۸ مه نېټه لوبې لري، چې مینه وال ورته بې صبرانه انتظار باسي.

دا په داسې حال کې ده چې له هندوستان سره ویرینډر سهیواک او یوراج سنګ، پاکستان سره شعیب ملک او عمر ګل او افغانستان سره نورعلي او شفیق الله شفق غوندې پياوړي لوبغاړي نشته.
باید یاده کړم چې د روانې عیسوي میاشتې په ۱۰ مه نېټه افغانستان له هندوستان سره یوه تمریني لوبه لري. تجربه وايي که چېرته افغان لوبډله یاده لوبه وګټي نو پر بنګلدیش او سریلنکا به یې سخت تاثیر پری ایستی وي. د خپلې لوبډلې د بریا په هیله
Khodae de baray war po barkha kry.
kodaie di wakri