تاند- د امریکا د متحدو ایالتونو د جورجیا ایالت په اتلانتا کې دا ښځه، چې اشا مندیلا نومېږي، ۵۵ فوټه اوږده وېشتان لري. دې په شل کلنۍ کې وېشته پرې ایښي او تراوسه، چې ۵۰ کلنه ده، کم کړي نه دي.
په ۲۰۰۹ میلادي کال د اشا مندیلا د وېښتو اوږدوالی ۱۹ فوټه و او هماغه وخت د ګینس په کتاب کې د اوږدو وېښتو لرونکي انسان په توګه یې ریکارډ ثبت کړ خو وروسته وروسته د دې وېښتان نور هم اوږده شول تر دې چې اوس ۵۵ فوټه او ۷ اینچه دي.
د دومره اوږدو وېښتانو ګرځوا او مینځل هم اسانه کار نه دی. د دې د وېښتانو وزن ۳۹ پونډه دی او له هر ځل مینځلو وروسته دوې ورځې ورته پکار دي چې پوره وچ شي.