دا خبر څو ځلې تازه شوی

تاند(جمعه، د حمل ۸) امریکا په کورونا د اخته کسانو د شمېر له نظره تر چین وړاندې شوه.

په امریکا کې د پنجشنبې په ورځ د کورونا ۱۳ زره ۷۳۵ نوې پېښې ثبت شوې او په دې ډول په دې هیواد کې د کورونا په وایرسو د اخته کسانو شمېر تر چین واوښت.

په چین کې ۸۱ زره ۲۸۵ تنه په کورونا اخته دي خو په امریکا کې اوس ۸۱ زره ۹۴۶ تنه کورونا وایرس لري. نن به ایټالیا هم د کورونا د پښو له نظره تر چین واوړي. خو تراوسه پورې دکورونا په ویرسو تر ټولو زیات کسان په ایټالیا کې مړه شوي.

کورونا په کومو هیوادونو کې چټکه خپرېږي؟

 د کورونا وایرس، چې د دسمبر په پای کې په چین کې خپور شو، اوس تر چین په اروپا کې زیات خپور دی.

نن به د لومړي ځل لپاره په ایټالیا کې په دې وایرسو د اخته کسانو شمېر تر چین واوړي. په دې وایرسو د مړو شویو کسانو شمېر پخوا لا په ایټالیا کې تر چین اوښتی و.

پرون په ایټالیا کې د کورونا څه باندې ۶ زره تازه پېښې ثبت شوې چې ورسره په دې هیواد کې په کورونا د اخته کسانو شمېر تر ۸۰ زره ۵۰۰ تنو واوښت. دا په داسې حال کې ده چې پرون په چین کې ۶۷ نوې پېښې ثبت شوې او په دې هیواد کې په کورونا د اخته کسانو شمېر ۸۱ زره ۲۸۵ تنو ته ورسېد.

پرون په چین کې له کورونا یوازې ۶ تنه مړه شوي خو په ایټالیا کې یې ۶۶۲ تنه مړه کړل.

جنوبي اروپا تر نورو سیمو زیاته کورونا ځپلې ده. په هسپانیا کې چې تر پرونه پورې پکې څه باندې ۵۶ زره تنه په کورونا اخته وو، پرون ۴۹۸ تنه مړه شول.

امریکا هم یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د کورونا وایرسو د خپرېدو په نتیجه کې په دې ناروغۍ د اخته کېدونکو او مړینو شمېر په چټکه پکې زیاتېږي.

متحد ایالتونه، چې اوس له چین او ایټالیا وروسته په کورونا ډېر شمېر اخته کسان لري، یوازې پرون په دې وایرسو د نژدې ۸ زره تنو اخته کېدا تایید شوه او ورسره په دې هیواد کې په کورونا د اخته کسانو شمېر تر ۷۵ زره ۵۰۰ تنو واوښت.

خو په اروپا کې یوازې ایټالیا او هسپانیا نه دي. جرمني، فرانسه او بریتانیا هم کورونا ځپلي هیوادونه ګڼل کېږي.

په جرمني کې، چې د کورونا د پېښو له نظره پنځم ځای لري، تر پرونه پورې نژدې ۳۴ زره تنه په دې وایرسو اخته پېژندل شوي او یوازې پرون په دې هیواد کې د څه باندې ۶ زره تنو کورونا تایید شوه.

په فرانسه کې تر ۲۵ زره د زیاتو کسانو کورونا تثبیت شوې او  تر بریتانیا، چې نژدې ۱۰ زره قضیې پکې ثبت شوي، په سویس کې زیاتې پېښې تایید شوي دي.

پرون سویس د څه باندې ۸ سوه تازه پېښو راپور وکړ او په کورونا د اخته کسانو شمېر یې تر ۱۱ زرو واوښت.

خو په دې منځ کې د افغانستان د ګاونډي ایران یادونه هم ضروري ده چې پرون یې د نژدې ۳ زره تازه پېښو راپور ورکړ او په دې وایرسو د اخته کسانو شمېر یې تر ۲۹ زرو واوښت. خو د ایران، روسیې او چین په اړه ځینې شکونه هم شته او ویل کېږي چې ممکن په دغو هیوادونو کې تر دې ډېر کسان په کورونا اخته وي.

په اسیا کې جنوبي کوریا هم د چین په شان تر یوه حده کورونا کنټرول کړې ده. پرون دې هیواد د ۱۰۴ تازه پېښو راپور ورکړ او لا هم په دې هیواد کې په کورونا د اخته کسانو شمېر تر ۱۰ زرو کم دی.

په اروپا کې هالنډ او اتریش هم کورونا ځپلي. په هالنډ کې تر پرون پورې نژدې ۷ زره ۵ سوه او په اتریش کې ۶ زره ۷۰۰ تنه په کورونا اخته پېژندل شوي وو.

کورونا څومره چټکه خپریږي

د دې خبر تر خپرېدو لږ وروسته په امریکا کې په کورونا د اخته کسانو شمېر نور هم لوړ شو او په یوه ورځ د ۱۲۶۴۳ تنو په ثبتولو یې له ایټالیا دوهم ځای واخیست.

اوس د امریکا او چین ترمنځ توپیر یوازې ۴۳۱ تنه دی او په امریکا کې د دې وایرس چټکې خپرېدا ته په کتو داسې ښکاري چې نن به امریکا او ایټالیا دواړه له چین څخه واوړي.

د وروستي راپور پر اساس اوس په نړۍ کې 525300 تنه په کورونا اخته دي.

له دې اندازه لګولی شئ چې دا ناروغي څومره په چټکه خپرېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *