تاند- د منځني ختیځ په هیوادونو کې د ترکي ډرامو د مینه والو له زیاتېدو وروسته اوس په ختیځه اروپا، روسیه او حتي چین کې هم د ترکي سریالانو لیدونکي زیات شوي دي.

ترکي ډرامې د افغانستان، پاکستان او د سیمې د یو شمېر نورو هیوادونو تلویزیونونه ښيي او ویل کېږي چې اوس د افغانستان او منځني ختیځ د عربو هیوادونو په شان په روسیه او چین کې هم زیات لیدونکي لري.

په نړۍ کې د ترکي ډرامو او سریالونو د مینه والو د زیاتېدو له برکته په ۲۰۱۳ میلادي کال کې ترکیې د دغو سریالانو د خرڅلاو له درکه دېرش ملیون ډالره ګټه کړې ده.

د ترکیې د رسنیو د راپور له مخې حاضردمه د نړۍ تر ۷۰ په زیاتو هیوادونو کې ترکي سریالونه ښوول کېږي.

په سعودي عربستان او ګڼو نورو عربي هیوادونو کې، چې له ترکیې سره کلتوري ورته والی لري، ترکي ډرامو خورا زیات لیدونکي موندلي دي.

په سعودي او نورو عربي هیوادونو کې ترکي سریالونو په ځانګړي ډول پر ښځو خورا زیات اغېز کړی تر دې چې ډېرو عربو ښځو خپل خاوندان هم مجبوره کړي چې له دوی سره یوځای ترکي سریالونه وګوري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *