د آی ایس آی مشر رضوان اختر

تاند- په نړۍ کې د پاکستان د منزوي کېدو په خاطر د پاکستانیانو د اندېښنو له زیاتېدو سره په یو وخت د دغه هیواد رسنیو د پوځي استخباراتو (آی ایس آی) د رييس د برطرفه کېدو د احتمال خبر ورکړ.

سره له دې چې د جنرال رضوان اختر د ماموریت دوره پوره شوې نه ده، پاکستاني رسنۍ وايي چې ممکن نوموړی ګوښه کړای شي.

پاکستاني رسنۍ په نړۍ کې د خپل هیواد د انزوا پړه د ګاونډیو هیوادونو په کورنیو چارو کې د آی ایس آی پر مداخله ګرو اعمالو اچوي.

تېره اوونۍ ډان ورځپاڼې وویل چې پاکستان د تروریزم پر ضد په مبارزه کې د نه ریښتینولۍ په خاطر په نړۍ کې د منزوي کېدو په حال کې دی.

دا هم ویل شوي چې د پاکستان صدراعظم په وروستیو ورځو کې له رضوان اختر سره لفظي شخړه کړې ده.

نن د پاکستان (دي نېشن) ورځپاڼې لیکلي چې د آی ایس آی مشر به په راتلونکو څو اوونیو کې لېري شي.

جنرال اختر د ۲۰۱۴ م کال په سپټمبر میاشت کې د آی سایس آی مشر وټاکل شو او یوه میاشت وروسته (نومبر) یې کار پیل کړ.

خو اوس مخکې تر دې چې نوموړی خپله درې کلنه دوره پوره کړي له دندې ګوښه کېدو ته اړ ایستل کېږي.

که څه هم ویل کېږي چې اختر د دې لپاره لېري کېږي چې پاکستان نړیوالې ټولنې ته وښيي چې د تروریزم د ملاتړ په پالیسي کې بدلون راوړي او شروع یې د آی ایس آی له مشره کوي، خو کتونکي باور نه لري چې پاکستان به په رښتیا حاضر شوی وي چې په خپله دوه مخې پالیسۍ کې بدلون راوړي.

د پاکستان د صدراعظم سلاکار او خاص استازي سناتور مشاهد حسین تېره اوونۍ په واسنګټن کې یوه تحقیقاتي انستیتیوت ته په وینا کې وویل چې د افغانستان مسله د کشمیر له هغې سره تړلې ده؛ یعني که نړیوال د کشمیر مسله ورته حل کړي، پاکستان تیار دی چې د افغانستان په مسله کې امتیاز ورکړي.

2 thoughts on “په نړۍ کې د پاکستان د انزوا په درشل کې د آی ایس آی مشر ګوښه کېږي”
  1. نړيوال بايد په داسو خبرو باندى غلط نشى پاکستان اصلآ دسولې په خبرو کې دافغانستان سره صادق نه دى پاتى شوى اوس يېنړيوال ته په ډاګه کړه چې ويلى دي چې که کشمير سوله راشى نو دوىي به په افغانستان کې سوله راولې دافغانستان دسولې کليد دپاکستلن په لاس کې دى

  2. نه پوهېږم دغه طالبان ګونګي دي، ګاڼه دي یا بلې بلا وهلي ، ولې خپل ځانونه ، نه پوهوي چې موږ څه کوو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *