تاند(سې شنبه، د حوت ۲۰) په افغانستان کې په کورونا د اخته کسانو شمېر نن ۷ او په نړۍ کې یولکو ۱۳۰۰۰ تنو ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن په هرات او سمنګان ولایتونو کې د کورونا دوې مثبتې پېښې ثبت کړې چې ورسره په افغانستان کې تراوسه پورې د ثبت شویو پېښو شمېر ۷ ته ورسېد. د دغو اوو تنو په منځ کې ۵ یې په هرات پورې تړاو لري او تقریباً ټول له ایرانه راغلي دي.

وروستي دوه تنه چې یو د هرات او بل د سمنګان اوسېدونکی دی، په ایران کې محصلان ول.

په همدې حال کې په ایټالیا کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا په وایرسو ۱۶۸ تنه مړه شوي چې دا په یوه ورځ په دې وایرسو په ایټالیا کې تر ټولو زیات تلفات دي.

ایټالیا ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې هیواد کې د ۶۳۱ تنو کورونا وایرس پېژندل شوي دي او اوس په دغه اروپايي هیواد کې تر ۱۰ زره ډېر خلک په کورونا وایرسو اخته دي.

خو چین وايي چې په ووهان ښار کې، چې کورونا ورڅخه نورو سیمو ته خپره شوه، اوس دا وایرس کنټرول شوی او وضعیت پکې عادي شوی دی.

نن (سې شنبه) په دغه ښار کې د کورونا په وایروسو ۱۹ تنه ناروغان مړه شوي دي.

د چین حکومت وايي، د کورونا د ناروغانو لپاره موقت روغتونونه یې بند کړي دي.

په درسته نړۍ کې ۴ زره تنه په کورونا وایرسو مړه شوي چې نژدې ۳ زره ۱۳۶ تنه یې چینایان دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *