د نیمروز مرستیال والي مطبوعاتی دفتر

خبرپاڼه

په نیمرزو ولایت کې په لومړي ځل د (سعید عطايي فلتر پرس شرکت) په نامه د اومه ډیزلو په اصلي ډیزلو د بدلولو او تصفیه کولو فابریکه جوړه شوه. په دغه فابریکه چې شاوخوا (۲،۸) ملیون ډالره پانګونه شوې ده، په څلورویشت ساعتونو کې د (۵۴۰) ټنه په اندازه تېل تصفیه کوي.

یاده فابریکه د ولسمشر د یو شمېر سلاکارانو، نیمروز والي انجنیر سمیع او مرستیال والي سردار محمد همدرد او لسګونه نورو سوداګرو او دولتي چارواکو په شتون کې پرانیستل شوه.

د دغې فابریکي د پرانیستنې پر مهال مرستیال والي سردار محمد همدرد و ویل، چې په خصوصي سکټور کې یاده فابریکه لویه لاسته راوړنه ده او د ولسمشر غني د پلان سره سم پانګوال ورځ تر بلې لېوالتیا پیدا کوي او  په خصوصي برخه کې پانګونه کوي.

د همدرد په وینا چې په یاده فابریکه کې شاوخوا پنځوس تنه کار کوونکي پر کار لګیا دي، چې په راتلونکي کې به یې شمېره لوړه شي.

له بلې خوا د یاد شرکت نماینده رسول وايي، چې د یادې فابریکي ماشینري یې له جاپان هېواد څخه راوړې ده او په ټولو برخو کې یې معیار پلی کیږي. د نوموړي په وینا چې په شرکت کې کسبي کارکوونکي لري، چې په ټولو معیارونو پوه او د کار سلاحیت لري.

رسول یاده فابریکه د افغانستان او په ځانګړې توګه د نیمروز ولایت لپاره یوه لویه لاسته راوړنه وبلله او زیاته یې کړه، چې هڅه کوي خپل کار ته تر دې لا هم پراختیا ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *