تاند- د نیپال په پلازمېنه کتمندو کې نن /دوشنبه/ د بنګله دېش د هوايي شرکت یوه الوتکه، چې ۷۱ تنه پکې سپاره ول، ولوېده.
لومړني راپورونه وايي چې لږترلږه ۵۰ تنه مړه شوي خو ګومان کېږي چې د وژل شویو کسانو شمېر به تر دې زیات وي.
د نیپال د پوځ ویندوی وویل، د الوتکې اکثره سپرلۍ بده سوځېدلې او نژدې روغتون ته وړل شوي دي.
د پولیسو یوه ویندوی وویل چې لږترلږه ۳۸ تنه مړه شوي او ۲۳ نور ژوبل دي. همداراز ۱۰ تنه بېژ درکه دي.
پرون د ترکیې یوه الوتکه په ایران کې وغورځېده او تراوسه د هغې له ۱۱ سپرلیو څخه د ۳ تنو مړي موندل شوي دي.
دا په یوه میاشت کې په ایران کې دوهمه هوايي پېښه ده. د دلوې په ۲۹ نېټه د ایران د اسمان هوايي شرکت د مسافروړونکې الوتکې د لوېدو په نتیجه کې ۶۶ تنه مړه شول.