تاند- دا ماشوم رامش دارجي نومېږي، یوولس کلن دی خو په یوه ناروغۍ اخته دی چې ایکتیوسیس (Icgthyosis) بلل کېږي.

دا ناروغي، چې د افغانستان د طب په ژبه کې یې فلس بولي، یوه پوستي ناروغي ده.

2رامش له زوکړې وروسته تر ۱۵ ورځو پوري د عادی ماشومانو په شان و، خو له ۱۵ ورځو وروسته یې د پوست په مختلفو برخو کې خروکي پیدا شول او ورسره په یو وخت یې پوستکی پڼد او توررنګه شو.

په پنځه کلنۍ کې یې په بدن کې درد احساس کړ، مور و پلار ته یې پر له پسې له درده شکایت کاوه، هر څومره چې لوییده، درد یې زیاتېده او د بدن پوستکی یې هم پڼډېده.

یوولس کلن رامش هیڅ ملګری نه لري ځکه چې نور ماشومان ورڅخه بېرېږي.

د رامش کورنۍ بېوزله ده خو له دې سره سره یې څه چې په وس وي، د ده په درملنه یې لګوي.

2ډاکتران وايي د دې ناروغۍ تداوي ډېر مصرف غواړي چې د رامش د کورنۍ په وس نه دی پوره.

خو وروسته له دې چې په ټولنیزو رسنیو کې د رامش په اړه یو فلم خپور شو، د ده بخت یې بېدار کړ.

یوه نیپالي د دغه فلم له لیدو وروسته د رامش کورنۍ ته وعده ورکړه چې مالي مرسته ورسره کوي. اوس د دغه شتمن نیپالي په مالي مرسته د نیپال په یوه روغتون کې د رامش درملنه روانه ده.

3 thoughts on “په نیپال کې یو ماشوم په ډبره بدلېږي”
  1. الله تبارک وتعالی د په خپل رحم او کرم روغ کړی ‌‌‌‌‌‌ډیر په تکلیف دی او الله د ورته هدایت د نیکو وکړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *