تاند – د ۲۰۱۳ کال د نړۍ د ربوټانو د فوټبال په اتلولي کې ګڼو ټیمونو برخه واخیسته. دغه لوبې د هالنډ په جنوب کې د اینډ هوفن په ښار کې د تیرې پنجشنبې په ورځ وشوې.

دا لوبې په اوو ډلو وویشل شوې، یوه ډله ربوټونه داسې و چې د انسان په څیر شکل یې درلود او ځني یې واړه و او ځني یې لږ اوږده. بله د متوسط حجم ربوټونه و.

په هره لوبه کې پنځه ربوټونه د پنځو په وړاندې مسابقه وکړه.

د لوبې له پیل سره ربوټونو ته انساني لارښوونې پای ته ورسیدې دوی د هغو معلوماتو له مخې چې مخکې ورته ورکړل شوي و په خپله لوبه کوله،  په خپلو منځونو کې یې پاسونه کول او له مقابل لوبغاړي یې توپ تیراوه.

په یوې لوبه کې یوه ټیم ته ربوټ ریفري زیړ کارت ورکړ او بیا یې وروسته شپیلکی وواهه چې د تفریح وخت شو.

د دې لوبې هدف دا دی څو تر ۲۰۵۰ کال پورې داسې ربوټونه په نړۍ کې جوړ شي چې د یوه انسان په اندازه وي اوهمداسې لوبې وکړي لکه د فوټبال یو لوبغاړی چې یې کوي، یعني هم ربوټونه په خپلو منځونو کې منظم پاسونه وکړي، هم په سر توپ ووهي، هم تیزه لوبه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *