تاند- په هالنډ کې د یوې ښځې، چې په کوڅه کې یې بولې کړې وې، جریمه کېدا په یوه لوی جنسیتي او ټولنیز بحث بدله شوه.

درویشت کلنه خیرت پینینګ دوه کاله پخوا په پلازمېنه امستردام کې چکر ته وتلې وه او کله چې د تشناب اړتیا ورته پیدا شوه، نو په یوه لوګه کوڅه کې یې بولې وکړې.

پولیسو د دې کار په خاطر ونیوله او ۹۰ یورو یې جریمه کړه. د اکثرو اروپايي هیوادونو په شان په هالنډ کې دا کار غیرقانوني دی او جریمه لري.

بینینګ

اغلې پیننګ وايي، هماغه وخت یې له پولیسو سره استدلال ونه کړ، خو په سبا یې فکر وکړ چې باید اعتراض وکړي ځکه چې تر ټولو نژدې تشناب ورڅخه څو کیلومتره لېرې و.

دې د هالنډ یوې ورځپاڼې ته ویلي«ایاد د امستردام په شان یوه توریستي ښار ته د شرم وړ نه ده چې د ښځو لپار ه عمومي تشناب نه لري؟»

په امستردام کې د نارینه وو لپاره ۳۵ خو د ښځو لپاره یوازې درې عمومي تشنابونه شته.

اغلې پینینګ وايي، دا ښه موقع ده چې دا موضوع راپورته کړي او د امستردام ښاروال دې ته متوجه کړي چې ښځو او سړو دواړو ته تشنابونه پکار دي.

قاضي ویلي چې اغلې پیننګ کولای شوای چې د نارینه وو تشنابونو ته تللې وای. د قاضي پر څرګندونو ډېرو هالنډي ښځو اعتراضونه کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *