تاند(سې شنبه، د میزان ۲۳) په هالنډ کې قاضیانو پرون /دوشنبه/ یو افغان په ۲۶ کاله او ۸ میاشتې بند او ۳ ملیون ډالره جریمې محکوم کړ.
محکوم شوی افغان، جاوید ایس معرفی شوی او ویل شوي چې د ۲۰۱۸ م کال د اګست په ۳۱ مه یې د امستردام په مرکزي تمځي (سټېشن) کې په یوه تروریستي برید کې دوه امریکايي سیلانیان په چاړه ووهل.
دواړه امریکایانو سخت ژوبل شول خو یو یې لا هم په څرخچوکۍ ګرځي.
پر هغوی د غرمې مهال حمله وشوه چې له کبله یې د ښار په دې له بیروباره ډکې سیمې کې ټول خلک وبېرېدل. پولیسو جاوید ایس د بدن په لاندینۍ برخه وویشت او بیا یې ونیوه.
ده په محکمه کې په خپل جرم پښېماني څرګنده نه کړه او د محاکمې په مهال یې وویل، که یې دین ته سپکاوی وشو، بیا دغسي کار کوي.
قاضیان وايي چې له همدې کبله یې مجرم ته سخته سزا اعلان کړه.
جاوید په محکمه کې وویل چې له جرمني څخه هالنډ ته تللی و چې د خپل دین دفاع وکړي.
په ۲۰۱۸ م کال یوه سختدریځي هالنډي سیاستوال ګریت ویلدیرز د اسلام پر ضد څرګندونې کړې وې.
دغه سیاستوال په ځلونو د مسلمانانو او اسلام پر ضد پاروونکې څرګندونې کړي دي.
د جاودید ایس تر حملې یوه ورځ وړاندې ویلدرز د اسلام د پیغمبر د کارتون جوړولو سیالي لغوه کړه. د نوموړي له لوري د اسلام د پیغمبر د کاریکاتور جوړولو د سیالۍ اعلان د ګڼو هالنډیانو او نورو له مخالفت سره مخامخ شوی و.