له دې کدو انځور شوي کدو څراغ جوړیږي چې د (jack-o’-lantern) په نامه یې یادوي. دا شیطاني (demonic face) څېره له هالووین سره نښتی اوږد تاریخ لري مګر مخکې له کدو نه انځور کېده. په لمړي ځل یې انځور کول جک (Stingy Jack) چې یو ایرلنډی وو د پیسو ګټلو لپاره پېل کړه (جک سټینګي د ایرلنډ یوه افسانه ده په کوم کې چې جک دا انځورونه د پیسو ګټلو لپاره جوړول). دا خلک په دې باور وو چې کله جک مړ شو نو خدای جنت ته نه پرېښوده او شیطان دوزخ کې نه پرېښوده او د دواړو لخوا سزا ورته وټاکل شوه سزا یې دا وه چې بېرته باید ځمکې ته ولېږل شي او په ځمکه د تل لپاره سرګردانه واوسي. نو کله چې د ایرلنډ خلک له دې کیسې خبر شول نو له شلغم (turnip) څخه یې شیطاني مخونه جوړ کړل تر څو د جک سرګردانه ارواه ووېروي. له کدو نه دا کیسه څرنګه پېل شوه ؟ کله چې د ایر لنډ خلک امریکا ته کډوال شول هلته یې له کدو څخه د شیطاني مخ انځور کول پېل کړل چې د (jack-o’-lantern) په نامه یادیږي. اوس پوښتنه دلته ده چې د دې څراغ او هالووین تر منځ خپلمنځي اړیکه څرنګه پیدا شوه ؟
پخواني انګلستان او ایرلنډ د سلتیانو یو فیسټیوال (Celtic festival) جوړوه (سلتیان دخلکو او د دوی د ځای نوم ده ) چې د (Samhain) په نامه یادېده او موخه یې د اوړي پای او د نوي کال پېل د نومبر لمړی ورځ لمانځل وو. خلکو باور لره چې د سمهېن (Samhain) پر وخت په همدې کال د مړو شوو خلکو ارواه ګانې بلې نړۍ ته سفر کوي او پخوا تللې ارواه ګانې بېرته خپلو کورو ته راځي.
په اتمه پېړۍ کې رومان کتولیک عیسویانو د نومبر لمړۍ ورځ د (All Saints’ Day) په نامه ونوموله. د دې جملې مانا داده چې ټول پاک ابن ادم (All Hallows’ Eve) چې د (Halloween) په نامه هم یادیږي ځمکې ته راکوزیږي. د دې ورځې له ټاکلو وروسته ډېر ژر د دې شیطاني څېرې څراغ انځور کول په دې مراسمو کې ورګډ او دود شول.