تاند- په هانګ کانګ کې پر سړک د ملیونونو شیندل شویو پیسو د راټولولو لپاره د خلکو ګڼې ګوڼې د موټرو تګ راتګ او ترافیکي نظم ګډوډ کړ.

راپورونه وايي چې دا پیسې د چهارشنبې په ورځ د امنیتي ځواکونو له یوه موټره ولوېدې. د موټر دروازه خلاصه شوه او څو کارتنه پیسې ورڅخه پر سړک وشیندل شوې.

ممکن دا پیسې کوم بانک ته وړل کېدې چې د هانګ کانګ د سوداګرۍ مرکزي برخې ته نژدې د (ون چای) په سیمه کې له موټره ولوېدې.

د پولیسو چارواکي وايي چې د درو پلاستیکي صندوقونو کولپونه مات شوي ول.

په صندوقونو کې د نژدې ۲ ملیون امریکايي ډالرو معادل هانګ کانګي ډالر موجود ول او ټولې ورک شوي دي.

پولیسو له خلکو غوښتي چې دا پیسې بېرته وروسپاري.

د هانګ کانګ دولتي راډیو وویل چې ۱۲ تنو نن /پنجشنبه/ نژدې ۶ لکه هانګ کانګي ډالر، چې شاوخوا څلور لکه ۶۰ زره امریکايي ډالر کېږي، پولیسو ته وروړي دي.

2 thoughts on “په هانګ کانګ کې له یوه موټره په ملیونونو ډالر ولوېدل/ ویدیو”
  1. هیله ده چی تاند همدغه خبر تر یوځای پوری تعقیب کړی چی بلاخره څومره ډالر بیرته راوړل کیږی چی تر اوسه پوری خو ۱۲ کسانو څلور لکه شپیته زره راوړی دی. پدی سره به موږ یوتقریبی انځور د هانکانګ له ټولنی او همدا رنګه د عامو انسانانو د ځان سره ولرو چی څومره انسانان هغه د افغانانو په اصطلاح د بل چا حق ته غله ده. او څومره یی ندی.
    اګر چی زمو تولنه خو موږ ته معلومه ده چی د غلو سلنه له نوی ۹۰ څخه پورته ده خو د هانکانګ په هکله به هم تر یوی اندازی معلومات ولرو.

  2. عجبه ده داڅومره صادق انسانان وه چی پیداکړی بیسی یی بیرته ورکړی دایی نو موږ غوښتلو افغانان چی دپیسو لپاره ورور وژنو دازموږ وزیران والیان چیرته وه ړانده وه که څنګه؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *