تاند- راپورونه وايي چې په هرات او بادغیس ولایتونو کې د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ نښتې شوي او د نښتو په دې تازه پړاو کې لږترلږه ۵ تنه وژل شوي دي.

شاهدان او د هرات امنیتي چارواکي د ملا اختر محمد منصور او ملا محمد رسول اخوند د پلویانو ترمنځ نښتې تاییدوي او وايي چې دا نښتې په اوبه (اوبې) ولسوالي کې شوي دي.

تر دې پخوا په شینډنډ ولسوالي کې هم د دواړو خواوو ترمنځ خونړۍ نښتې شوې وې.

له بادغیس څخه د رارسېدلي راپور له مخې، د رسول او منصور ډلې په بالامرغاب ولسوالي کې سره ښکېلې شوي او د رسول ډلې ځان ته بېل بیرغ پورته کړی دی چې د منصور له ډلې سره توبیر لري.

د بادغیس د ولایتي شورا رييس محمد ناصر نظري وویل چې د بالامرغاب ولسوالي د طالبانو د دواړو ډلو تر کنټرول لاندې ده او اوس دواړو یو بل ته مورچې پکې نیولي دي.

د ده په وینا سخته نښته د مرغاب ولسوالي په ګنج سیمه کې نښتې ده. ده د مرګ ژوبلو په اړه څه ونه ویل.

د چین سینهوا خبری اژانس وايي، په اوبه ولسوالي کې ملا سیا خان د ملا اختر منصور په پلوۍ او ملا توفان د ملا رسول په پلوۍ جنګېږي.

د اوبه ولسوالي امنیه قوماندان شېراغا الکوزي سینهوا خبري اژانس ته وویل چې دې جګړې ۴ ساعته دوام وکړ.

د ده په ادعا په جګړه کې د ملا اختر محمد منصور ۵ پلاویان وژل شوي دي.

د طالبانو هیڅ ډلې تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *