تاند- د هرات د تېرې شپې په انتحاري حملو کې لږترلږه ۲۹ تنه شهیدان شوي او ۶۹ نور ژوبل دي.

په لومړنیو راپورونو کې د شهیدانو شمېر ۲۲ او د ټپیانو ۳۰ ښودل شوی و.

د هرات د روغتون ویندوی محمد رفیق شېرزي د شپې ناوخته د وژل شویو کسانو شمېر ۳۹ او د ټپیانو ۶۹ اعلان کړ.

راپورونه وايي، یوه ترهګر د جومات په خوله کې ځان والوزاوه او دوهم له ماشینګڼ سره جومات ته ننوت او پر لمونځ کوونکو یې ډزې پیل کړې.

د هرات د پولیسو ویندوی علیزاده وايي چې د دوهم ترهګر په لاس کې لاسي بمونه ول او د لمونځ کوونکو خوا ته یې وغورځول.

د پېښې ځینې شاهدان وايي چې په دې خونړي برید کې ممکن د مرګ ژوبلو شمېر تر دې زیات وي.

د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پورې (د افغانستان د شپې ۲؛ ۳۰) چا د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو دې ته په کتو چې پر شیعه ګانو شوی، ډېر احتمال شته چې د داعش ترهګرو کړی وي.

طالبان وايي، په برید کې لاس نه لري

د طالبانو یوه ویندوی قاري محمد یوسف احمدي وویل چې وسله وال طالبان د هرات د جوادیه جومات په حمله کې لاس نه لري. طالبانو تر دې پخوا هم د شیعه ګانو پر ضد په هر راز حمله کې لاس لرل رد کړي او حتي په زابل کې د داعش او د جلا شویو طالبانو له لوري د یو شمېر هزاره ګانو د خلاصون لپاره یې له خپلو سیالا طالبانو سره خونړۍ نښتې کړي دي.

اعتراض کوونکو د پولیسو ماموریت ته ډبرې ورغورولې

راپورونه وايي چې له حملې وروسته په سلګونو کسانو ډ پولیسو پر یوه ماموریت (حوزې) د ډبرو ګوزارونه وکړل ځکه چې د هغوی په وینا پولیس د خلکو په ساتنه کې ناکام شوي دي.

اعتراض کوونکي وايي چې د پولیسو ماموریت د جومات په څو مترۍ کې و خو د حملې مخه یې ونه نیولی شوه.

د هرات د والي ویندوی جیلاني فرهاد د اعتراض کونکو له لوري د پولیسو پر ماموریت حمله تایید کړه، ویې ویل چې هغوی نه یوازې ماموریت په ډبرو وویشت بلکې اور یې هم وراچوای دی.

لومړنی خبر

په هرات کې تروریستي برید ۲۲ تنه وژلي

تاند- د هرات ولایتي چارواکي وايي چې نن /سې شنبه/ شپه د یوه جومات ترڅنګ انتحاري حملې لږترلږه ۲۲ تنه وژلي او تر ۳۹ ډېر نور یې ژوبل کړي دي.

د هرات د والي دفتر څو شېبې وړاندې وویل چې چاودنه په ۸ بجې د هرات ښار د جنوبي برخې د جوادیه جومات ترڅنګ وشوه. د حملې په مهال په جوادیه جومات کې شاوخوا درې سوه تنه د ماسخوتن پر لمانځه ولاړ ول.

شاهدان وايي، حمله کوونکي دوه تنه ول، یو د جومات په دروازه کې ځان والوزاوه او دوهم، چې وسله یې په لاس کې وه، جومات ته ننوت.

که څه هم د هرات د والي ویندوی د جومات په اړه څه نه دي ویلي چې د چا دی او ایا د حملې هدف جومات و او که نه خو له نومه یې داسې ښکاري چې دا جومات د شیعه ګانو دی. تر دې پخوا هم په هرات کې د شیعه ګانو پر جوماتونو څو حملې شوي دي.

د هرات د روغتون یوه مسوول محمد رفیق شېرزي رسنیو ته وویل چې روغتون ته د شاوخوا ۲۲ تنو مړي او تر ۳۹ زیات ټپیان راوړل شوي دي. شېرزي په پیل کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۰ او د ټپیانو ۳۰ تنه ښودلی و.

تراوسه پوري د افغانستان د دولت کومې وسله والې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو که تایید شي چې د حملې هدف د شیعه ګانو جومات دی، ممکن دا برید داعش یا اسلامي دولت وسله والې ډلې کړی وي چې له شیعه ګانو سره ډېره دښمني لري.

One thought on “په هرات کې انتحاري حملې لږترلږه ۲۹ تنه وژلي”
  1. وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن مَّنَعَ مَسٰجِدَ اللَّهِ أَن يُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُۥ وَسَعٰى فِى خَرَابِهَآ أُولٰٓئِكَ مَا كَانَ لَهُمْ أَن يَدْخُلُوهَآ إِلَّا خَآئِفِينَ لَهُمْ فِى الدُّنْيَا خِزْىٌ وَلَهُمْ فِى الْءَاخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ

    او له هغه چا څخه به غټ ظالم څوك وي چي د الله په عبادتځايو (مسجدونو) کښي د الله د نوم اخيستني منع کوي او د هغو دورانولو په هڅه کښي وي؟ دغه خلك ددې وړ نه دي چي په دې عبادتځايو کښي قدم كښېږدي او كه ورشي هم، له وېرې سره به ورشي. د هغو له پاره خو په دنيا کښي رسوايي او په اخرت کښي لوى عذاب دى

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *