تاند- دوه امریکایان پرون په هرات کې هغه مهال برسېرن ژوبل شول چې پر موټر یې حمله وشوه.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې د هرات امنیه قومندان بشیراحمد وویل چې د امریکا د کونسلګرۍ موټر هوايي ډګر ته روان و چې په انجیل ولسوالۍ کې یوه نا پېژندوی وسله وال له موټر سایکله پرې ډزې وکړې.

د بشیر احمد په وینا موټر یو څه زیانمن شو.

تر دې پنځه ورځې مخکې په هرات کې د هند پر کونسلګرۍ برید شوی و.

په کابل کې د امریکا سفارت پېښه تایید کړه، ویې ویل چې دوه امریکایان سرسري خوږ شوي او په هرات کې یې د هسپانیایانو په روغتون کې درملنه کېږي.

سفارت دا هم ویلي چې دوی له افغان چارواکو سره له نژدې په تماس کې دي چې د پېښې څېړنه وشي او د حملې عاملان د عدالت منګولو ته وسپارل شي.

دا برید وروسته له دې وشو چې د تېرې جمعې په ورځ څلورو وسله والو سخت دریځو په هرات کې د هند پر کونسلګرۍ برید وکړ خو د افغان امنیتي ځواکونو له لوري ټول حمله کوونکي وځپل شول.

د هند د کونسلګرۍ کارکوونکو ته هیڅ راز زیان ونه رسېد خو دوه افغان پولیس د وسله والو حمله کوونکو په ډزو ژوبل شول.

وسله والو سخت حمله کوونکو د هند کونسلګرۍ ته نژدې له یوه کوره ډزې کولې.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د لوېدیځو استخباراتي ادارو په قول ویلي چې په هرات کې د هند پر کونسلګرۍ حمله پاکستاني سخت دریځې ډلې لشکر طیبه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *