شینډنډ

تاند- په هرات کې ځینې سرچینې وايي، د دغه ولایت په شینډنډ ولسوالي کې د بې پېلوټه الوتکو په برید کې شاوخوا ۱۳ تنه ملکیان شهیدان شوي دي.

په دې برید کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

ویل شوي چې برید د شینډنډ ولسوالي د بخت اباد د سیمې پر معروف کلي شوی دی.

د پېښې اکثره شهیدان ماشومان او ښځې دي.

تراوسه پورې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

خو د هرات د والي ویندوی جیلاني فرهاد وايي چې پر وسله والو طالبانو د هوايي برید په ترڅ کې ملکیانو ته مرګ ژوبلې واوښتې.

فرهاد وايي چې بې پېلوټه الوتکو د طالبانود قوماندې مرکز په نخښه کړی و چې په لړ کې یې ۱۶ طالبان وژل شوي او ۴ نور ژوبل دي.

د برید په نتیجه کې ۱۹ تنه، چې طالبانو له ځان سره یرغمل ساتلي ول، په تېښته بریالي شوي دي.

خو وسله والو طالبانو په خپلو ویبپاڼو کې ویلي چې په دې برید کې ټول وژل شوي کسان ملکي وګړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *