تاند- د سره صلیب نړیوالې کمېټې نن وویل چې د افغانستان په هرات ولایت کې د دې کمېټې ۵ برمته شوي کارکوونکي پرون روغ رمټ خوشي شول.

سره صلیب په یوه خبرپاڼه کې، چې د سویس په زوریښ ښار کې یې رویټرز خبري اژانس ته ایمیل کړې ده، د دې کمېټې د کابل د دفتر د مشرې مونیکا زاناریلي په قول ویل شوي:« زموږ پنځه همکاران اوس خلاص دي، د دوی روغتیايي حالت ښه دی او د خپلو کورنیو له غړیو سره یوځای شوي چې دا زموږ لپاره خورا مهمه ده.»

د سره صلیب دا پنځه کارکوونکي د سیوه ییزو وسله والو له لوري د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ /د اګست څوارلسمه/ تښتول شوي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *