دا د هرات د مالان تاریخي پُل دی چې د ګوزرې (ګذرې) او انجیل ولسوالیو ترمنځ پر هریرود سین جوړ شوی دی.

دا پُل په اوومه هجري پېړۍ کې (دیارلسمه میلادي پېړۍ) دوو خویندو (بي بي نورې او بي بي حورې) جوړ کړی دی.

په پخوانیو تاریخونو لکه (حبیب السیر) کې د دې پله په اړه راغلي:«د مالان پُل ۲۶ ستنې او ۶ طاقونه لري، له پخو خښتو، ګچ او چونې جوړ شوی دی.»

1

هرات، د مالان پُل
هرات، د مالان پُل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *