تاند- په هرات ولایت کې د وسله والو طالبانو په حمله کې لږترلږه ۱۱ افغان سرتېري ووژل شول.
د هرات د والي ویاند لوېدیځو رسنیو ته وویل:«وسله والو طالبانو تېر ماښام د افغان امنیتي ځواکونو پر یوه کاروان په کرُخ ولسوالۍ کې کمیني برید وکړ، سرتېري په پیک اپ موټرو کې سپاره ول.»
د افغانستان په لوېدیځ کې د ملي اردو ویندوی نجیب الله نجیبي هم پېښه تایید کړه، ویې ویل چې په دې کمیني برید کې د ۲۲ عسکګر پر وژل کېدو سربېره ۴ نور ژوبل شوي دي.
هرات په نسبي ډول د افغانستان امن ولایت دی او دا ډول پېښې پکې ډېرې کمې کېږي.