مطبوعاتي خبرپاڼه
۱۳۹۴ د غبرګولي ۲۳
په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې نن شنبه د هرات ولایت د استقلال د نجونو ښوونځي ۷۰ تنه زده کوونکې او د پنجشنبې پر ورځ د بدخشان ولایت د سراب ښوونځي ۱۶ زده کوونکي او ۴ ښوونکي د نامعلومو دلاېلو له امله مسمومې شوي دي.
د پوهنې وزارت رهبري د زده کوونکو پر مسمومیت ژوره خواشيني ښيي او د پېښې د علت موندلو په موخه یې یو پلاوي ته دنده سپارلې، چې د یادو ولایتونو د عامې روغتیا ریاست او امنیتي ارګانونو په مرسته په ښوونځيو کې د زده کوونکو د مسمومیت پېښې په جدي ډول وپلټي.
د هرات د استقلال او د بدخشان د سراب ښوونځيو مسمومې زده کوونکې د درملنې په موخه د یادو ولایتونو مرکزي روغتونونو ته لېږدول شوي او تر لازمې درملنې وروسته بېرته رخصت شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د بامیانو، بادغیس، سمنګان او کاپیسا ولایتونو یو شمېر زده کوونکي هم د نامعلومو دلاېلو له امله مسموم شوي وو.
د پوهنې وزارت رهبري درنو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې په ښوونځيو کې د زده کوونکو د مسمومیت پېښې له اړوندو دولتي ادارو سره په جدي ډول څېړي او د هر ډول معارف ضد کړنو د اسنادو د پیدا کېدو په صورت کې به یې عاملین د قانون منګولو ته وسپارل شي.
درنښت
د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست