تاند- افغان امنیتي ځواکونه وايي هغه پنځه وسله وال سخت دریځي یې وژلي چې نن سهار یې په هرات ښار کې د هند پر کونسلګرۍ حمله کړې وه.
پنځه تنه، چې په سپکو وسلو، او همداراز په راکټونو او لاسي بمونو سمبال ول، په هرات کې د هند له سفارته سل متره لېري یوه کور ته ننوتل او له هغه ځایه یې د هند پر کونسلګرۍ حمله پیل کړه.
د هرات د امنیه قومندان ویندوی عبدالروف احمدي وویل:«جګړه وروسته له دې پای ته ورسېده چې حمله کوونکي ووژل شول. د کونسلګرۍ هیڅ مامور یا ملکیانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. یوازې دوه پولیس سرسري ټپیان شوي دي.»
ده همداراز وویل چې د کونسلګرۍ ټول مامورین په ودانۍ کې دننه دي.
طالبانو چې په تېرو کلونو کې یې د هند پر سفارت او کونسلګریو حملې کړي د هرات د نننۍ حملې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
پاکستان، چې ګومان کېږي د تور ګوته به ورته ونیول شي، مخکې تر مخکې دا برید غندلی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندویې تسنیم اسلم وویل:«پر دیپلوماتیکو دفترونو حملې ته هیڅ دلیل او توجیه نشته. دا ښه خبره ده چې په برید کې د کونسلګرۍ کوم مامور ته زیان نه دی اوښتی.»
هند او افغانستان پخوا په کابل کې د هند پر سفارت د حملې تور پر آی ایس آی او له دې استخباراتي ادارې سره په تړلې سخت دریځې ډلې لشکر طیبه پوري کړی و.