تاند(یکشنبه، د حمل ۳) د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن (یکشنبه) اعلان وکړ چې د هرات ولایت په درو سیمو کې یې د کورونا وایرسو د ناروغانو لپاره درې ځانګړي روغتونونه جوړ کړي دي.

د عامې روغتیا وزارت له خبرپاڼې سره سم، حاضردمه په هرات ولایت کې د کورونا وایرسو روغتونونه ۷۰۰ ناروغان ځایولی شي.

د دې وزارت له خبرپاڼې سره سم، دا درې روغتونونه د هرات ښار د ختیځ په شیدايي، د شمال په لیبرتي او د جنوب په حاجي کمپ سیمو کې جوړ شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن په هیواد کې په کورونا د اخته کسانو شمېر د دوو بهرنیو دیپلوماتانو په ګډون ۳۴ تنه اعلان کړ.

د دغو کسانو له منځه ۱۵ یې په هرات پورې تړاو لري.

هرات له ایران سره په پوله کې دی او د کورونا په وایرسو اکثره اخته کسان له ایران څخه راغلي دي.

د هرات چارواکي وايي چې هره ورځ له ایران څخه تر ۱۰ زره ډېر افغان کډوال خپل هیواد ته بېرته راځي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په اسلام کلا او هرات ښار کې تازه راغلي کډوال معاینه کوي او هغه کسان قطرنطین کوي چې د کورونا وایرسو د لرلو شک پرې کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *