راپورونه وايي چې نن سهار په هرات ولايت کې شا و خوا ٥٠ تنه ماينپاکان د نامعلومو وسلوالو له خوا تښتول شوي دي.
يوه ځايي چارواکي رسنيو ته وويل چې دغه ماين پاکوونکي د هرات په پښتون زرغون ولسوالۍ کې تښتول شوي دي.
د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالروف احمدي تاييد کړه چې سخت دريځو وسلوالو يوشمېر ماين پاکان نن سهار شا خوا ٧نيمې بجې له پښتون زرغون ولسوالۍ څخه تښتولي دي.
ده په دې اړه نور معلومات ورنه کړل او دا يې هم ونه ويل چې د تښتول شويو ماينپاکانو شمېر څو دى.
هرات د افغانستان په لوېديځ کې له خوندي ولايتونو ګڼل کېږي، خو وسلوالو طالبانو په وروستيو کې د دې ولايت په ځينو ولسواليو کې تحرکات پيل کړي دي.
د دغو ماينپاکانو د تښتونې مسووليت چا نه دى منلى.
تر دې مخکې په ځينو نورو ولايتونو لکه فراه او کندهار کې هم ځينې ماينپاکان تښتول شوي دي.