تاند- په هرات کې د مدني ټولنې فعالانو نن /شنبه/ د افغانستان په لوېدیځ کې د عرب شېخانو، پاکستانیانو او بنګالیانو له لوري د کمسارو او نادرو مارغانو د ښکار په اعتراض کې غونډه وکړه او له حکومت څخه یې وغوښتل چې د ژوند چاپېریال غم وخوري.

د مارغانو ښکار، چې د ژوند د چاپېریال لپاره مهم دي، د افغانستان د قوانینو پر اساس منع دی.

په هرات ولایت کې د مدني ټولنې فعالانو په دې غونډه کې حکومت د قانون پر سرغړونې او د خپل هیواد د ژوند چاپېریال حالت ته په نه پاملرنې تورن کړ.

دوی وویل چې عرب شیخان او شتمن کسان د ساتېري او تفریح لپاره په افغانستان کې د مارغانو ښکار کوي.

د مدني ټولنو فعالانو له حکومته وغوښتل چې ژر تر ژره له هیواده بهرني ښکاریان وباسي.

راپورونه وايي، هرات ته په ورغلیو بهرنیو ښکاریانو کې د قطر د سوداګرۍ د وزیر په شمول۱۶۰ عربان، پاکستانیان، کشمیریان او بنګالیان شامل دي.

ویل شوي چې عربو ښکاریانو له ځان سره ۱۱ مرمۍ ضد موټرونه او ۴ باري (کارګو) الوتکې راوړي دي.

دا کسان، چې ویل کېږي د هرات پخواني (امیر) اسماعیل خان راوستي، شپېته تنه افغان پولیس یې ساتنه کوي.

2 thoughts on “په هرات کې مدني ټولنو د عرب شیخانو پر ښکار اعتراض وکړ”
  1. د هیواد پلورونکی له خوا د عرب شیخانو دعوتول او ملی شتمنی چور او تالان کول
    هغه څوک چی له ځوانۍ نه تر اوسه په وژلو، ورانولو ،خیانت او غلا مصروف دی ، دا دی یو بل ګل یی هم وکاره. خپلی ښځی هم عرب شیخانو ته د شپی له خوا ور ولی اودوی پیسی ، مال او دولت ټولوی. تورن اسمعیل پوهیږی چی دا یی د خپل ناوبی ژوند وروستی شپی او ورځی دی او که خدای کول بیا به یی دا تور مخ زمونږ هیواد وال ونه ګوری خپل د ښځی لونډه ګان یی را دعوت کړی او د هیواد نادره او کمیابه ملی شتمنی پری چور کوی. قاچاق بران او غله غواړی زمونږ دهیواد دا الهی موهبت او کمیابه موجودات ونیسی او زمونږ هیواد تری خلاص کړی. په نورو هیوادونو کی د داسی مرغانو د لیدلو لپاره هره ورځ په زرګونو خلک د ژوبڼونو ته ورځی او د ملی عاید یوه برجسته برخه له دی لاری لاس ته ورځی . مګر زمونږ برقی وزیر دا ټول مفت غلو ته په لاس ورکوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *