تاند- د ایران یو مشهور جلاوطنه دیني عالم محمد ابراهیم صفي زاده پرون /جمعه/ په هرات کې وویشتل شو.
پر مولوي صفي زاده د جمعې له لمانځه وروسته په هرات ښار کې د ناپېژندویو وسله والو له خوا حمله وشوه او سخت ټپي شو.
د هرات پولیس وايي چې دا پېښه د ماسپښین په ۲ بجې د هرات ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په باغ مراد سیمه کې وشوه.
د هرات د پولیسو ویندوی عبدالاحد ولي زاده وايي حمله کوونکي په یوه کرولا موټر کې سپاره ول.
ده وویل چې پولیسو د دې پېښې د عاملانو په اړه تحقیقات پیل کړي دي.
د مولوي ابراهیم صفي زاده زوی د العربیه تلویزیون خبریال ته ویلي چې حمله کوونکو د ده د پلار لور ته ۳ مرمۍ ویشتي چې ۲ یې د هغه پر ټټر (سینه) لګېدلي دي.
العربیه د هرات د فعالانو په قول وايي چې پر دغه ناراض ایراني دیني عالم په حمله کې د ایران سپاه پاسداران لاس لري خو د ایران د سپاه پاسداران خبري اژانس (تسنیم) ویلي چې دا برید داعش او سعودي پلوو وهابیانو کړی دی.
دې اژانس نه دي ویلي چې سعودي پلوو عناصرو ولې پر یوه سُني دیني عالم برید کړی دی.
تسنیم ویلي چې مولوي ابراهیم صفي زاده له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې په هرات کې اوسېده.
نه تسنیم او نه د هرات چارواکو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي چې مولوي صفي زاده ولې په هرات ولایت کې اوسېده.
یو شمېر ایرانیان د ایران د حکومت د تعقیب له وېرې په هرات او د افغانستان په نورو ښارونو کې اوسي.