تاند- د هرات د حوزوي روغتون رييس نن /سې شنبه/ وویل چې په دغه ولایت کې په تېرو ۶ میاشتو کې هره میاشت ۱۰۰ تنو د ځان وژلو هڅه کړې ده.
محمد رفیق شېرزي رسنیو ته وویل، د سږکال په لومړیو ۶ میاشتو کې په هرات کې ۶۰۰ تنو هڅه کړې چې ځان ووژني.
د ښاغلي شېرزي په وینا په دې شمېر کې ۱۲ ښځې او ۶ نارینه مړه شوي دي.
د هرات د حوزوي روغتون د رييس په وینا دغو کسانو د ځان د زندۍ کولو اویا د زهرو د خوړولو په وسیله د ځان وژلو هڅه کړې ده.
د هغو کسانو په منځ کې چې د ځان وژنې هڅه کړې، یوه یې هم ۱۸ کلنه سوسن ده. دا وايي چې دوه ځلې یې د ځان وژلو کوشش وکړ خو بریالۍ نه شوه.
سوسن وايي په دې خاطر یې د ځان وژلو هڅه وکړه چې داسي چا ته یې په زور ورکوله چې هغه یې نه خوښېده.